ګردېز (شال نیوز) : د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له خوا یوه ولسي غونډه شوې، چې پکې د قومي مشرانو او طالب چارواکو ترمنځ د شرعي احکامو د پلي کولو، د خلکو د ستونزو او د حکومت او ولس ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.
د دغه وزارت د خپرې کړې خبرپاڼې له مخې، غونډه د سرحدي پلټنو د مرستیال مولوي عنایتالله شجاع په مشرۍ جوړه شوې وه او د پکتیا بېلابېلو قومي مشرانو او د ټولنې استازو پکې ګډون کړی و.
خبرپاڼه وايي، قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د طالبانو د حکومت ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي چې د دغه نظام د واکمنېدو لپاره یې په تېرو کلونو کې قربانۍ ورکړې دي.
قومي مشرانو له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د پکتیا د خلکو پر کورونو، روغتیايي مرکزونو او تعلیمي ادارو له بریدونو ډډه وکړي. هغوی خبرداری ورکړی چې د سیمې د خلکو حوصلې دې نه ازمویل کېږي.
په خبرپاڼه کې د کوم ځانګړي ګاونډي هېواد نوم نه دی اخیستل شوی او نه هم د یادو بریدونو د وخت، ځای او مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورکړل شوي دي. قومي مشرانو له طالب چارواکو هم غوښتي چې د خلکو ستونزو او غوښتنو ته پر وخت پام وکړي.
غونډې ته د طالبانو د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنایتالله شجاع ویلي چې د اسلامي نظام ملاتړ د خلکو مسؤلیت دی. نوموړي د پکتیا د خلکو د قربانیو ستاینه کړې او له ځوانانو یې غوښتي چې په علمي او مسلکي برخو کې زده کړې وکړي.
هغه ویلي چې افغانستان باید داسې مسلکي کسان وروزي چې د هېواد د طبیعي او معدني زېرمو د استخراج، ابادۍ او اقتصادي پرمختګ چارې پخپله پر مخ یوسي او پر بهرنیو هېوادونو یې تکیه کمه شي.
په غونډه کې د طالبانو د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس مولوي محمد آجان رهبر هم خبرې کړې دي. نوموړي د طالبانو د حکومت په واکمنېدو کې د پکتیا د خلکو ونډه ستایلې او له قومي مشرانو یې غوښتي چې د شرعي احکامو په پلي کولو کې له حکومت سره همکاري وکړي.
د طالبانو د وزارت په خبرپاڼه کې د قومي مشرانو د هغو ځانګړو ستونزو او غوښتنو تفصیل نه دی ورکړل شوی چې په غونډه کې یې چارواکو ته وړاندې کړې دي. دا هم نه دي ویل شوي چې چارواکو د دغو ستونزو د حل لپاره کومې مشخصې ژمنې کړې دي.


شال نیوز