د خېبر پښتونخوا د ګورنر سلاکارې ثمر هارون بلور ویلي چې په صوبه کې د سرو زرو د غیرقانوني کانونو او د کانونو د قراردادونو د پلټنو لپاره د پېښور هایکورټ د یو پخواني جج په مشرۍ ګډه تحقیقاتي ډله جوړه شوې ده.

 

ثمر هارون بلور ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې د سرو زرو د کانونو د څلورو اربو روپیو قراردادونه د بازار له نرخونو په کمه بیه ورکړل شوي وو.

 

هغې د دغو قراردادونو په اړه د بې‌قاعدګیو تورونه لګولي او ویلي یې دي چې تحقیقاتي ډله به معلوموي چې قراردادونه چا، څنګه او د کومو شرطونو لاندې ورکړي وو.

 

د ګورنر سلاکارې په وینا، د سرو زرو د غیرقانوني استخراج او په قراردادونو کې د ممکنه بې‌قاعدګیو پلټنې به کېږي.

 

تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې په تحقیقاتي ډله کې نور څوک شامل دي او د پلټنو راپور به کله وړاندې کېږي.

 

د ثمر هارون بلور د تورونو په اړه د اړوندو حکومتي ادارو او د قراردادونو د ترلاسه کوونکو دریځ لا مخې ته نه دی راغلی.

 

د څلورو اربو روپیو د قراردادونو په اړه د هغې ادعاوې هم تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.