کابل (شال نیوز) : د طالبانو د سترې محکمې رییس او قاضي‌القضات شیخ عبدالحکیم حقاني ادعا کړې چې طالبان د هیچا مداخله نه مني.

 

هغه په کابل پوهنتون کې د نومبر ۱۶مه د خپل مشر، ملاهبت الله د مشرتابه د فرمانونو د اغېزو څېړلو په اړه علمي-څېړنیز کنفرانس کې دا ادعا هم وکړه چې افغانستان کې د دوی حاکم اسلامي نظام د کومې شورا، سازمان یا بلې ادارې په توصیه او فرمایش نه دی حاکم شوی، بلکې د دوی په قربانیو او د الله په نصرت حاکم شوی دی.

 

حقاني وايي ویلي: “مونږ د هیچا مداخله نه منو او نه یې مداخله شته.” د عبدالحکیم حقاني د ادعا له مخې، افغانان له پنځوسو کلنو وروسته د یوه امیر تر قیادت لاندې، پرته له دې چې سمتي، ژبني او نژادي توپیرونه وپالي، راټول شوي دي.

 

یاد کنفرانس نن د نومبر ۱۶مه د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په مشرۍ د وردګ پوهنتون له لوري جوړ شوی او موخه یې د طالبانو د مشر د صادر شویو فرمانونو څېړل او پر بېلابېلو برخو د هغو د اغېزو ارزونه بلل شوې ده.

 

هبت‌الله اخندزاده چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دې ډلې مشري پر غاړه لري، په تېرو کلونو کې ګڼ فرمانونه صادر کړي دي. د دغو فرمانونو له ډلې ځینې یې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار، ټولنیز ژوند، رسنیو او د خلکو پر ورځنیو فعالیتونو محدودیتونه لګولي دي.

 

د طالبانو د حکومت له بیا واکمنېدو وروسته، د نجونو له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو مخه نیول شوې او ښځې له پوهنتونونو او ګڼو دولتي او نادولتي ادارو کې له کار کولو منع شوې دي. دغه محدودیتونه د ملګرو ملتونو، نړیوالو بشري حقونو سازمانونو او د ښځو د حقونو فعالانو له پراخو نیوکو سره مخ شوي دي.

 

د ملګرو ملتونو سازمان په وار وار له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې لګول شوي محدودیتونه لغوه کړي او د ټولو افغانانو د اساسي حقونو درناوی وکړي.

 

د دې کنفرانس جوړېدل په داسې حال کې دي چې د طالبانو د مشر د فرمانونو د پلي کېدو څرنګوالی او پر افغان ټولنه یې اغېزې له پراخو کورنیو او نړیوالو بحثونو سره تړلې موضوع ده.