کندهار (شال نیوز) : په کندهار کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دغه ولایت کې ټولو سیمه‌ییزو رسنیو ته امر کړی چې له دې وروسته د کرکټ اړوند خبرونه خپاره نه کړي او د دغه سپورټ په اړه هر ډول بحثونه هم منع دي.

 

د سرچینو په وینا، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سیمه‌ییزو رسنیو ته خبرداری ورکړی چې له دې وروسته دې د کرکټ په اړه هېڅ ډول محتوا نه خپروي. تر اوسه څرګنده نه ده چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ولې دا پرېکړه کړې ده. دغه ریاست هم په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

 

په همدې حال کې، فرانس پرېس خبري اژانس د نومبر په ۱۵مه راپور ورکړی چې دوو سیمه‌ییزو راډیوګانو او د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یوې سرچینې هم د دغه بندیز پخلی کړی دی.

 

د فرانس پرېس د راپور له مخې، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د شنبې په ورځ سیمه‌ییزو راډیوګانو ته خبر ورکړی چې د کرکټ اړوند هر ډول مطالبو خپرول نور اجازه نه لري.

 

د یاد اژانس په حواله، دغه بندیز یوازې د کرکټ د سیالیو پر خبرونو نه دی محدود، بلکې د لوبو په اړه بحثونه، خبري پوښښ او ان د کرکټ لوبډلو د بریاوو او پایلو راپورونه هم په کې شامل دي.

 

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې کرکټ په افغانستان کې له خورا مشهورو او د خلکو د خوښې وړ ورزشونو څخه دی او د افغان کرکټ ملي لوبډلې سیالۍ په پراخه کچه د هېوادوالو له خوا څارل کېږي.