واشنګټن (شال نیوز) : د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو له ادارې غوښتي چې افغان خبریال شابان علي رفات دې سمدستي او له کوم قید او شرط پرته خوشې کړي او د هغه د پناه غوښتنې د قضیې د څېړلو لپاره دې د عادلانه اورېدنې حق ورکړي.
دې کمېټې د جمعې په ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د ښاغلي رفات بېرته لېږل به نوموړی د طالبانو له لوري د ځورونې او غچ اخیستنې له جدي ګواښ سره مخ کړي.
د هغه د وکیل ډیویډ ټار په وینا، شابان علي رفات د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له ۲۱مې راهیسې د امریکا د کالیفورنیا ایالت د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې په توقیف کې دی.
نوموړي هغه مهال امریکا ته د پناه غوښتنې په موخه د ننوتلو هڅه کړې وه او اوس افغانستان ته د شړلو له ګواښ سره مخ دی.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د امریکا د څانګې د سیمهییز پروګرام مشر جوز زامورا ویلي، رفات له افغانستانه ځکه وتښتېد چې طالبانو د هغه لپاره د ژوند له خطر سره مخ کېدو پرته د خبریال په توګه کار کول ناممکن کړي وو.
د زامورا په وینا، افغانستان ته د نوموړي بېرته لېږل به هغه یو ځل بیا د هغو کسانو منګولو ته وسپاري چې ترې د تېښتې لپاره یې خپل هېواد پرېښی دی.


شال نیوز