بېښور (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا په باجوړ، لکي مروت، صوابۍ او ټانک ضلعو کې د امنیتي وضعیت له امله د دفعې ۱۴۴ له مخې د یوې میاشتې لپاره پر ولسي غونډو، لاریونونو او یو شمېر نورو فعالیتونو بندیز لګېدلی دی.

 

د ضلعي انتظامیو د یکشنبې ورځې د جلا جلا اعلامیو له مخې، دغه بندیزونه د نومبر له ۱۵مې نېټې نافذ شوي او د امنیتي وضعیت د ښه کېدو او د خلکو د ژوند او شتمنیو د خوندیتوب په موخه لګول شوي دي.

 

په باجوړ کې د ضلعي انتظامیې له خوا د ۳۰ ورځو لپاره پر سیاسي غونډو، د دولت پر ضد د کرکې پاروونکو څرګندونو او په عام محضر کې د وسلو پر ښودلو بندیز لګېدلی دی.

 

د ضلعي انتظامیې په اعلامیه کې ویل شوي چې امنیتي ادارې به د ناوړه پېښو د مخنیوي لپاره خپلې څارنې زیاتوي او د ضلعې په ټولو ورودي او وتلو لارو کې به امنیتي تدابیر پیاوړي کوي.

 

په صوابۍ کې هم مرستیال کمېشنر نصرالله خان د یوې میاشتې لپاره پر عامه غونډو، لاریونونو، مظاهرو، جلوسونو او سیاسي راټولېدنو بندیز لګولی دی. د نوموړي په وینا، له مخکینۍ اجازې پرته به هېڅوک د دغسې غونډو او فعالیتونو اجازه ونه لري.

 

بلخوا په لکي مروت کې مرستیال کمېشنر شاهد رفیق د یوې میاشتې لپاره پر ولسي غونډو، لاریونونو او جلوسونو سربېره پر موټرسایکل د دوو کسانو پر سپرېدو او د وسلو پر ګرځولو هم بندیز لګولی دی.

 

په دغه اعلامیه کې همدارنګه پر عامه سړکونو د خېمو او موقتي جوړښتونو پر درولو او د تګ راتګ پر وړاندې د خنډونو پر جوړولو بندیز اعلان شوی دی.

 

په ټانک کې هم مرستیال کمېشنر جمشېد خان د عامه غونډو، لاریونونو او جلوسونو ترڅنګ پر موټرسایکل د دوو کسانو پر سپرېدو او په عام محضر کې د وسلو پر ښودلو بندیز لګولی دی.

 

د پاکستان دولتي خبري اژانس (اې پي پي) د راپور له مخې، د دغو بندیزونو سرغړوونکو پر وړاندې به قانوني اقدام کېږي. د یادونې وړ ده چې په باجوړ کې دغه محدودیتونه د ډسمبر تر ۱۵مې او په لکي مروت کې د ډسمبر تر ۱۳مې نېټې پورې نافذ دي، خو د اړوندو چارواکو له خوا د بدلون یا لغوه کېدو امکان یې هم شته.

 

خیبر پښتونخوا له اوږدې مودې راهیسې له امنیتي ننګونو او وسله والو بریدونو سره مخ ده. تېره میاشت په باجوړ کې د پولیسو پر یوې پوستې د وسله والو په برید کې یو پولیس افسر وژل شوی و.

 

د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) د جمعې په ورځ ویلي وو چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په عملیاتو کې ۷۴ وسله وال وژل شوي دي.

 

د پوځ د معلوماتو له مخې، په خیبر پښتونخوا کې په ۴۸ ساعتونو کې ۴۳ وسله وال وژل شوي چې ۳۵ یې په شمالي وزیرستان کې د میرعلي په عملیاتو او اته نور په اورکزیو کې وژل شوي دي.

 

پوځ ویلي چې په بلوچستان کې هم د نومبر له درېیمې نېټې پیل شویو عملیاتو پر مهال ۳۱ وسله وال وژل شوي دي. د پوځ د وروستي بیان له مخې، په دغو عملیاتو کې څلور امنیتي سرتېري، چې یو پکې مېجر و، هم وژل شوي او ۲۴ وسله وال له منځه وړل شوي دي.