ډهاکه (شال نیوز) : د پاکستان فوټبال ملي لوبډلې د بنګله‌دېش په ماتولو سره د لومړي ځل لپاره د سوېلي اسیا (ساف) فوټبال اتلولۍ پایلوبې ته لار ومونده. پاکستان د ډاکې په ملي لوبغالي کې د دغو سیالیو په نیمه پایلوبه کې کوربه بنګله‌دېش ته یو د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.

 

په دې لوبه کې که څه هم د بنګله‌دېش لوبډلې د توپ د کنټرول ډېره برخه په خپل واک کې لرله، خو پاکستاني لوبغاړو پیاوړی دفاعي لوبه وکړه او د کوربه لوبډلې ګڼ بریدونه یې شنډ کړل.

 

د لوبې په ۸۶مه دقیقه کې عبدالصمد د بنګله‌دېش د دفاعي لوبغاړو له تېرېدو وروسته د خپلې چپې پښې په وسیله ګول وواهه او پاکستان ته یې بریا ور په برخه کړه. د لوبې په وروستیو شېبو کې بنګله‌دېش هڅه وکړه چې ګول ووهي او لوبه مساوي کړي، خو پاکستاني لوبغاړو خپله دفاعي برتري وساتله.

 

د لوبې پر مهال د نندارچیانو له خوا د ګډوډۍ او د لوبغاړو ترمنځ د لفظي شخړو راپورونه هم ورکړل شوي دي. د نولبرتو سولانو تر روزنې لاندې د پاکستان فوټبال ملي لوبډله اوس د ساف سیالیو د اتلولۍ ګټلو ته یوازې یوې بریا ته اړتیا لري.

 

ټاکل شوې چې د پاکستان او هند ترمنځ د دغو سیالیو پایلوبه د نومبر پر ۱۷مه ترسره شي.