تهران (شال نیوز) : د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف خبرداری ورکړی، که امریکا یو ځل بیا پر ایران پوځي برید وکړي، د جګړې جغرافیه او لمن به د ایران وسلهوال ځواکونه ټاکي. قالیباف د ایران په پارلمان کې د وینا پر مهال ویلي، تهران ته دا مهمه نه ده چې امریکا خبرې اترې غواړي او که جګړه.
نوموړي زیاته کړې: «که دا ځل امریکایان کومه تېروتنه وکړي، د جګړې جغرافیه به د ایران د وسلهوالو ځواکونو وړتیا او اراده ټاکي.» هغه خبرداری ورکړی چې د یوې نوې جګړې لوګی به د ډېرو خلکو سترګې وسوځوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې تر دې مخکې د ایران د نوي مذهبي مشر مجتبی خامنهیي پر رسمي وېبپاڼه په خپاره شوي راپور کې ویل شوي وو، چې نوموړي د وسلهوالو ځواکونو له قوماندانانو سره په لیدنه کې سپارښتنه کړې چې د دښمن هر ډول ګواښ ته دې سمدستي او له جغرافیایي محدودیتونو پرته ځواب ورکړل شي.
د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز علي عبداللهي هم د دغه هېواد د یوه تر ځمکې لاندې توغندیز مرکز د لیدنې پر مهال خبرداری ورکړی و، چې پر ایران د نوي برید په صورت کې د دغه هېواد غبرګون ښايي د منځني ختیځ له سیمې هم واوړي.
تر دې وړاندې د ایران د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي ویلي وو، چې هېواد یې د توغندیو د واټن په اړه محدودیتونه لرې کړي او د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د تولید مرکزونه یې تر ځمکې لاندې ځایونو ته لېږدولي دي.
د ایراني چارواکو د معلوماتو له مخې، د دغه هېواد د توغندیو اغېزمن واټن شاوخوا دوه زره تر دوه زره پنځه سوه کیلومترو پورې رسېږي.


شال نیوز