لندن (شال نیوز) : د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د څار ادارې ویلي، د هند د سمندري لېږد رالېږد چارواکو ورته خبر ورکړی، چې د انرژۍ پر یوه وړونکي ټانکر برید شوی دی. د دغې ادارې په وینا، پېښه هغه مهال شوې، چې یادې کښتۍ د خلیج له لارې د هرمز تنګي پر لور ختیځ ته سفر کاوه.

 

د برېتانیا سمندري ادارې په یوه خپره کړې خبرتیا کې ویلي، چې د ټانکر ټول عمله خوندي دي او هېڅوک یې نادرکه شوي نه دي. خو ادارې زیاته کړې، چې کښتۍ ته د اوښتو زیانونو او د پېښې له امله چاپېریال ته د احتمالي ګواښ په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

 

د پېښې د رامنځته کېدو دقیقه نېټه نه ده په ډاګه کړې، خو په سیمه کې یې نورو بېړیو ته سپارښتنه کړې، چې د تګ راتګ پر مهال له احتیاطه کار واخلي او هر ډول مشکوک فعالیت سمدستي ورسره شریک کړي.