مسقط (شال نیوز) : هند د انډر ۱۹ اسیا جام په پایلوبه کې پاکستان ته په یوه وېکټ ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله. د پاکستان له خوا د ۳۳۸ منډو هدف هندۍ لوبډلې د لوبې په وروستي توپ پوره کړ او په دې توګه یې د اتلولۍ جام په خپل نوم کړ.
د عمان په مسقط ښار کې د انډر ۱۹ اسیا جام په پایلوبه کې پاکستان پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. د پاکستان لپاره عبدالقادر او عثمان خان غوره توپ وهنه وکړه. عبدالقادر په ۵۴ توپونو ۸۰ منډې جوړې کړې، خو له هغه وروسته عثمان خان خپله سلیزه بشپړه کړه او په ۱۱۱ توپونو یې ۱۰۷ منډې وکړې.
پاکستان په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۳۳۷ منډې جوړې کړې. د هند لپاره کاویا پرېش پټېل څلور او چګوروپټي وینکټې درې وېکټې واخیستې. د ۳۳۸ منډو هدف په تعقیب کې د هند پرانیستونکو توپ وهونکو د لومړۍ وېکټې لپاره ۹۵ منډې جوړې کړې. رای چنداني ۸۰ او سهواګ ۵۸ منډې وکړې.
خو د دواړو له سوځېدو وروسته د هند نور توپ وهونکي له ستونزو سره مخ شول او په ۲۵۲ منډو یې اته لوبغاړي وسوځېدل. په داسې حال کې چې د هند د ماتې امکان زیات شوی و، موهیت لیوا په ۲۵ توپونو د ۴۹ منډو په چټکې لوبې سره د خپلې لوبډلې بریا یقیني کړه. منهل چوهان هم ۴۷ منډې جوړې کړې.
د پاکستان احمد حسین د لوبې وروستی توپ وکړ چې هند ته د بریا لپاره درې منډې پکار وې، خو موهیت لیوا پر همدې توپ څلوریزه ووهله او هند ته یې د یوه وېکټ په توپیر بریا ورکړه. په دې توګه هند د انډر ۱۹ اسیا جام په پایلوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.


شال نیوز