ملاکنډ (شال نیوز) : د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۱۴مه د ملاکنډ بای پاس تھاڼې سره نږدې د یوې جوړېدونکې ودانۍ یوه برخه ناڅاپه راپرېوتې، چې له امله یې څلور کسان د ودانۍ د خاورو او ملبې لاندې شوي وو.
پېښې اطلاع ترلاسه کېدو سره سم د ملاکنډ ریسکیو ۱۱۲۲ ټیمونه په بیړه د پېښې ځای ته رسېدلي او د ژغورنې کارونه یې پیل کړي دي. د ریسکیو اهلکارو ترڅنګ ځايي خلکو هم د ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخیستې، بلخوا د ملاکنډ لیویز اهلکار هم د مرستې لپاره په موقع موجود وو.
د ریسکیو ۱۱۲۲ اهلکارو او ځايي خلکو په ګډه هڅو سره د ملبې لاندې بند پاتې څلور واړه کسان په خوندي توګه راویستلي دي.


محمد انس