کابل (شال نیوز) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي محمدنبي د نومبر په ۱۴مه د قوش‌تېپې کانال له سترې ملي پروژې، د کرنې له څېړنیز مرکز او رېل پټلۍ څخه لیدنه کړې او د دغو پروژو د پرمختګ په لیدو یې د افغانستان د اقتصادي ودې او آبادۍ په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

 

محمدنبي د دغې لیدنې په اړه پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، په خپل هېواد کې یې د آبادۍ او پرمختګ روانې هڅې له نږدې لیدلي او دغو هڅو د افغانستان د راتلونکي په اړه د هغه هیله او باور لا پیاوړی کړی دی.

 

هغه ویلي: “لکه څنګه مو چې په کرکټ کې خپل وطن له سیالانو سره سیال کړی، انشاءالله د خپلو خلکو په یووالي، علم او زیار به یې د کرنې، سوداګرۍ، اقتصاد او آبادۍ په ډګرونو کې هم له سیالانو سره سیال کړو.”

 

نوموړي د قوش‌تېپې کانال په اړه ویلي، د دې سترې پروژې په لیدو یې د افغانستان شنې دښتې، د بزګرانو ښه راتلونکی او د یوه آباد او پر ځان بسیا هېواد انځور سترګو ته ودرېد.

 

هغه همداراز د کرنې په څېړنیز مرکز کې روانې هڅې د هېواد د کرنې د ودې لپاره مهمې بللې او ویلي یې دي چې د علم، څېړنې او زیار له لارې به د افغانستان کرنیز سکټور لا پیاوړی او د خلکو ژوند ښه شي.

 

د افغانستان د کرکټ دغه مخکښ لوبغاړي د قوش‌تېپې کانال او نورو ملي پروژو د پلي کېدو په برخه کې د ملي انکشاف شرکت له مشرتابه، انجنیرانو او کارکوونکو مننه کړې او د هغوی هڅې یې د وطن د آبادۍ لپاره د مینې، اخلاص او وطن‌دوستۍ بېلګه بللې ده.

 

محمدنبي د رېل پټلۍ یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې دغه پروژه د هېواد د سوداګرۍ پراختیا، د توکو لېږد او له سیمه‌ییزو بازارونو سره د افغانستان د نښلولو لپاره مهم ګام دی.

 

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان آبادۍ د ټولو ګډ مسوولیت دی او د خلکو په یووالي، علم او زیار سره کولای شي د کرنې، سوداګرۍ، اقتصاد او پرمختګ په برخو کې هم له نورو هېوادونو سره سیالي وکړي.