نوي ډیلي (شال نیوز) : افغان سوداګرو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، احمدالله زاهد او په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت له چارواکو سره په کتنه کې په هند کې د خپلو سوداګریزو فعالیتونو پر وړاندې د شته ستونزو، ننګونو او د افغانستان د صادراتو د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
په دې ناسته کې افغان سوداګرو په هند کې د خپلو سوداګریزو فعالیتونو پر وړاندې شته خنډونه او ستونزې له افغان ډیپلوماټیکو چارواکو سره شریکې کړې او د هغو د حل لپاره یې د عملي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
سوداګرو ټینګار کړی چې په هند کې د سوداګریزو چارو د اسانتیا، د صادراتو او وارداتو په برخه کې د ستونزو د کمولو او د افغان تولیداتو لپاره د نوي بازار موندنې په موخه باید د افغانستان سفارت او اړوندې ادارې له دوی سره لا زیاته همکاري وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، احمدالله زاهد هم په دې ناسته کې د سوداګرو د ستونزو او وړاندیزونو د اورېدو ترڅنګ، د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د افغان صادراتو د پراختیا پر اهمیت خبرې کړې دي.
د یادونې وړ ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، احمدالله زاهد د یوه پلاوي په مشرۍ هند ته تللی څو د دغه هېواد په نړیوال سوداګریز نندارتون کې ګډون وکړي.
په دغه نړیوال نندارتون کې د افغان سوداګرو لپاره ۶۷ غرفې ځانګړې شوې چې له لارې به یې افغان سوداګر خپل تولیدات، کرنیز محصولات، لاسي صنایع او نور صادراتي توکي نړیوالو سوداګرو او پانګهوالو ته وړاندې کړي.
هند د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه ګڼل کېږي او د افغان وچو مېوو، زعفرانو، طبي بوټو، قالینو او نورو کورنیو تولیداتو لپاره یو مهم بازار بلل کېږي.
د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول کولای شي د افغان سوداګرو لپاره نوي فرصتونه برابر کړي او د هېواد د صادراتو په زیاتوالي کې مرسته وکړي.


شال نیوز