د خيبرپښتونخوا د کلتور او سیلګرۍ د ودې ادارې مشر شاهد خان، په پېښور کې د درې ورځنۍ “هنر مېلې” پرانسته وکړه، چې هدف يې د سيمه ييز کلتور ملاتړ او د هنرمندانو د کارونو لپاره د نندارې زمينه برابرول دي۔
دغه مېله د کلتور او سیلګرۍ د ودې ادارې له لوري د پېښور په تاريخي نشتر هال کې تنظيم شوې ده۔ د چارواکو په وينا، دا ډول پروګرامونه د کلتوري ميراث د ودې او د هنري مهارتونو د پياوړتيا لپاره مهم بللی کېږي۔
په دې مېله کې د خيبرپښتونخوا له بېلابېلو سيمو راغلي هنرمندان خپل لاسي صنايع او کلتوري توکي نندارې ته وړاندې کوي۔ په دغو کې دوديزې جامې، لاسي جوړ توکي، سيمه ييز خواړه او نور کلتوري محصولات شامل دي، چې له ۴۰ زيات سټالونه يې جوړ کړي دي۔
د تنظيموونکو په وينا، د کورنيو او ماشومانو د تفريح لپاره ځانګړي انتظامات هم شوي، چې پکې د لوبو ځایونه، سيالۍ، طنزيه تمثيلونه، جادويي نندارې او د پخلي پروګرامونه شامل دي۔
همدارنګه ټاکل شوې چې د هېواد د بېلابېلو سيمو ترمنځ د کلتوري همغږۍ د ودې لپاره به يو ځانګړې ډرامه هم وړاندې شي، چې د پاکستان د کلتوري رنګارنګۍ انځور به وړاندې کړي۔
چارواکي وايي، دا درې ورځنۍ مېله د ټولو لپاره په وړيا توګه پرانيستې ده، څو خلک وکولای شي له خپل کلتور، دودونو او د سيمه ييزو هنرمندانو له هنر سره نږدې اشنا شي۔

شال نیوز