راولپنډۍ (شال نیوز) : د پاکستان او سریلانکا ترمنځ په راولپنډۍ کې د کرکټ لومړۍ ټېسټ لوبه له کومې پایلې پرته ډرا شوې، خو پاکستان د نړیوال ټېسټ اتلولۍ ۲۰۲۵-۲۰۲۷ په درجه‌ بندۍ کې د پواینټ ټیبل په وروستي مقام پاتې دی.

 

پاکستان په روانو سیالیو کې تر اوسه لس لوبې کړې دي، چې دوه یې ګټلې، اووه یې بایللې او یوه یې مساوي شوې ده. پاکستان له ۱۱ امتیازونو او د بریا له ۷،۵۰ سلنه تناسب سره د اتو لوبډلو په ډله کې اتم مقام لري.

 

نیوزیلنډ د ۵۲ امتیازونو او ۷۲،۲۲ سلنه بریاوو په لرلو سره لومړی مقام لري، په داسې حال کې چې دفاعي اتله سویلي افریقا د ۶۰ امتیازونو او ۷۱،۴۳ سلنه بریاوو سره دویمه ده.

 

اسټرالیا د ۱۰۸ امتیازونو په لرلو درېیم او هند د ۶۸ امتیازونو په لرلو څلورم مقام لري. بنګله ‌دېش پنځم، انګلستان شپږم، سریلانکا اووم او پاکستان اتم مقام لري.

 

د پاکستان او سریلانکا ترمنځ د لومړۍ ټېسټ لوبې په وروستۍ ورځ پاکستان خپله دویمه پاڼۍ د اتو لوبغاړو په سوځېدو د ۲۸۴ منډو له جوړولو وروسته اعلان کړه.

 

پاکستان په دې پاڼۍ کې د ۲۷۲ منډو ټولیز مخکښ درلود، خو دواړو لوبډلو د لوبې پر مساوي کولو هوکړه وکړه. د پاکستان لپاره سعود شکیل تر سلیزې ونه رسېد او په ۹۷ منډو وسوځېد. نوموړي په ۲۱۰ توپونو ۷ څلوریزې وهلې وې.

 

تر دې مخکې پاکستان خپله لومړۍ پاڼۍ د نهو لوبغاړو په سوځېدو د ۴۳۴ منډو له جوړولو وروسته اعلان کړې وه، خو سریلانکا په ځواب کې ۴۴۶ منډې جوړې کړې او د ۱۲ منډو مخکښ یې ترلاسه کړی و.

 

د سریلانکا لپاره دهننجیا ډي سلوا او د لوبډلې کپتان کوشل مېنډېس د ۲۴۹ منډو ملګرتیا وکړه او دواړو سلیزې ووهلې. کامېندو مېنډېس هم ۵۸ منډې جوړې کړې.

 

د پاکستان په لوبډله کې لومړۍ لوبه کوونکي ثاقب خان د توپ اچونې پر مهال اووه وېکټې واخیستې او د سریلانکا د لومړۍ پاڼۍ په محدودولو کې یې مهم رول ولوباوه.

 

د پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې سعود شکیل ۹۷، طیب عارف ۵۷، عرفات منهاس ۵۲، محمد طحه ۵۱ او کپتان بابراعظم ۵۰ منډې جوړې کړې. په دې توګه د پاکستان پنځو لوبغاړو نیمه سلیزې ووهلې، چې درې یې په لومړي ځل د ټېسټ لوبو برخه‌وال وو.