پېښور (شال نیوز) : په پېښور کې د خېبر پښتونخوا د سپورټ محکمې له خوا د بېلابېلو لوبو ۱۷ نومیالیو لوبغاړو او د سپورټ د څانګې شخصیتونو ته د هغوی د غوره کارکردګۍ او خدمتونو په اعتراف ایوارډونه ورکړل شوي دي.
په ایوارډ ترلاسه کوونکو کې د سکواش پخواني نړیوال چېمپینان جان شیر خان او قمر زمان، د هاکۍ اولمپین نعیم اختر، ټېسټ کرکټر عمران خان، د هاکۍ ملي لوبغاړی ذکریا حیات او د تایکوانډو نړیواله د سرو زرو مډال ګټونکې میمونه بلوچ شامل دي.
دا دستوره د پېښور په نشتر هال کې جوړه شوې وه، چې پکې د خېبر پښتونخوا د ګورنر د سپورټ او ځوانانو چارو سلاکار ډاکټر سرفراز علي او د اطلاعاتو سلاکارې ثمر هارون بلور د خاصو مېلمنو په توګه ګډون کړی و.
په دستوره کې د سپورټ سېکرټري اصف خان، ډایرېکټر جنرل سپورټ واصل خان، د صوبايي اولمپیک اېسوسي اېشن صدر هارون ظفر، نعمت الله، د خېبر پښتونخوا پولیسو د ټېلي کمیونېکېشن څانګې اې ای جي شازیه شاهد، د سپورټ خبریالانو د نړیوالې ادارې د اسیا څانګې سېکرټري امجد عزیز ملک، نازیه ذکي او نورو شخصیتونو هم ګډون کړی و.
د سپورټ محکمې د ایوارډونو لپاره درې برخې ټاکلې وې، چې پکې پخواني نومیالي لوبغاړي، چېمپینان او نوي راټوکېدونکي استعدادونه شامل وو.
د پخوانیو نومیالیو لوبغاړو په برخه کې د سکواش پخواني نړیوال چېمپینان جان شیر خان او قمر زمان، د سپورټ پخوانی صوبايي وزیر سید عاقل شاه، د مسټر پاکستان پخوانی اتل شیراز محمد، د سکواش پخوانی نړیوال دویم نمبر لوبغاړی محب الله خان او د هاکۍ اولمپین نعیم اختر وستایل شول.
په همدې برخه کې د ښځو د سپورټ د ودې لپاره د خدمتونو په اعتراف د سپورټ ډایرېکټرې رشیده غزنوي ته هم ایوارډ ورکړل شو. د چېمپینانو په برخه کې ټېسټ کرکټر عمران خان، د پاکستان د هاکۍ د ملي لوبډلې اوسنی لوبغاړی ذکریا حیات او د تایکوانډو نړیواله د سرو زرو مډال ګټونکې میمونه بلوچ د خپلو کامیابیو له امله په ایوارډونو ونازول شول.
د نوو راټوکېدونکو استعدادونو په برخه کې د کراټې ملي د سرو زرو مډال ګټونکي مراد خان، د سېلنګ لوبغاړې حجاب اجمل، د جوډو لوبغاړي سید فیصل شاه، د باډي بلډنګ شاهد خان، د جوډو لوبغاړې اصفه نور او د ټېبل ټېنس لوبغاړو عثمان خان او فهد خواجه ته ایوارډونه ورکړل شول.
دستورې ته په وینا کې ډاکټر سرفراز علي وویل، د خېبر پښتونخوا لوبغاړو په نړیواله کچه د پاکستان نوم روښانه کړی او د خپلو کامیابیو لپاره یې کلونه کلونه محنت کړی دی. نوموړي وویل، د سپورټ په څانګه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده او حکومت غواړي چې د پخوانیو لوبغاړو د خدمتونو د ستاینې ترڅنګ ځوان نسل هم لوبو ته وهڅوي.
هغه زیاته کړه چې دا ایوارډونه د هغو لوبغاړو د خدمتونو اعتراف دی چې په سختو حالاتو کې یې د هېواد لپاره ویاړونه ګټلي دي. د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې ثمر هارون بلور هم د سپورټ محکمې د دې ګام ستاینه وکړه.
هغې وویل، د هېواد نومیالي لوبغاړي د ټولنې لپاره د ویاړ سبب دي او د هغوی د خدمتونو ستاینه د حکومت او اړوندو ادارو ذمه واري ده. ثمر هارون بلور هیله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به هم د لوبغاړو د هڅونې او د هغوی د کامیابیو د ستاینې لپاره دا ډول دستورې دوام ومومي.
د سپورټ محکمې د چارواکو په وینا، د دغو ایوارډونو مقصد د پخوانیو اتلانو د خدمتونو یادونه، د اوسنیو لوبغاړو هڅونه او نویو استعدادونو ته د پرمختګ حوصله ورکول دي. چارواکي وايي، د ځوانو لوبغاړو د هڅونې او هغوی ته د لوبو د موقعو برابرولو لپاره د سپورټ د ادارو او اړوندو چارواکو ګډې هڅې ضروري دي.


عامر داوړ