ماونټ ماونګانوي (شال نیوز) : د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوریزو سیالیو په څلورمه لوبه کې خپلې کوربه سیالې هندۍ لوبډلې ته په ۲۴۴ منډو ستره ماته ورکړه.

 

دغه لوبه د جمعې په ورځ د نومبر ۱۳مه د نیوزیلنډ په ماونټ ماونګانوي ښار کې ترسره شوه چې په کې نیوزیلنډ لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې په ۵۰ اورونو کې ۳۳۳ منډې جوړې کړې.

 

د نیوزیلنډ لپاره ویل ینګ په زړه پورې توپوهنه وکړه او د ۱۰۸ توپونو په لوبولو یې ۱۲۵ منډې جوړې کړې. همدارنګه ټیم سیفرټ ۵۸ او فین الن ۴۱ منډې وکړې. په ځواب کې د هندۍ لوبډلې توپوهنه ډېره کمزورې وه او ټول لوبغاړي یې د ۲۶.۴ اورونو په لوبولو یوازې په ۸۹ منډو وسوځېدل.

 

د نیوزیلنډ چټک توپ‌اچوونکي مېټ هنري د هندۍ لوبډلې د توپوهونکو پر وړاندې غوره لوبه وکړه او په یوازې ۲۷ منډو یې شپږ لوبغاړي وسوځول. همدارنګه مېتیو فېشر درې ویکټې ترلاسه کړې. نیوزیلنډ په دې بریا سره د ۲۴۴ منډو په توپیر لوبه وګټله.

 

دا د هند د کرکټ په تاریخ کې د منډو له مخې دویمه ستره ماتې بلل شوې ده. هند تر دې وړاندې په ۲۰۰۰ کال کې له سریلانکا څخه په ۲۴۵ منډو ماتې خوړلې وه. د یادونې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځوس اوریزو لوبو لړۍ روانه ده او ټاکل شوې وروستۍ لوبه یې د یکشنبې په ورځ ترسره شي.