ممبۍ (شال نیوز) : د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې کرینه کپور خان د هند د دیوالي جشن پر مهال د آیتالکرسي د نقش لرونکي تاریخي هار اغوستلو له امله له نیوکو سره مخ شوې ده.
د انډین اېکسپرېس ورځپاڼې د راپور له مخې، د هند د مدیا پردېش ایالت د کانګرېس ګوند ویاند عباس حفیظ خان، کرینه کپور او د هغې د سینګار مسئول ریحا کپور ته قانوني نوټس استولی دی.
عباس حفیظ خان غوښتنه کړې چې د دغه هار انځورونه او ویډیوګانې دې له ټولنیزو رسنیو لرې کړل شي او دواړه دې له خلکو بخښنه وغواړي.
نوموړي ویلي چې د قرآن کریم آیتونه باید د سینګار لپاره په داسې ډول ونه کارول شي چې د مسلمانانو مذهبي احساسات زیانمن کړي.
د راپورونو له مخې، دغه هار شاوخوا ۲۰۰ کاله پخوانی دی، ۳۰ قیراطه زمرد پکې کارول شوي او د هند د بهوپال د پخوانۍ شاهي کورنۍ له تاریخي میراثونو څخه ګڼل کېږي.
ریحا کپور ویلي چې دغه هار د کرینې کپور د مېړه، فلمي ستوري سیف علي خان، د کورنۍ تاریخي میراث دی. کرینه کپور تر اوسه د قانوني نوټس په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.


شال نیوز