کابل (شال نیوز) : افغان خبریالې او د رخشانه رسنۍ بنسټ‌اېښودونکې، زهرا جویا د افغان ښځو او نجونو د غږ خپرولو، د هغوی د حقونو د دفاع او د خپلواکې خبریالۍ په برخه کې د فعالیتونو له امله د «استثنايي زړورتیا» د ۲۰۲۶م کال نړیوالې جایزې ګټونکې اعلان شوې ده.

 

نوموړې د تېرو کلونو په اوږدو کې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت، د هغوی پر وړاندې د محدودیتونو، د زده‌کړو او کار د حقونو او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو د ستونزو په اړه ګڼ راپورونه او څېړنې خپرې کړې دي.

 

زهرا جویا په ۲۰۲۰م کال کې د رخشانه رسنۍ بنسټ کېښود، څو د افغان ښځو غږ نړیوالو ته ورسوي او د ښځینه خبریالانو لپاره د فعالیت زمینه برابره کړي.

 

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نوموړې افغانستان پرېښود او بریتانیا ته ولاړه، خو له هغه وروسته یې هم د رخشانه رسنۍ له لارې خپلو خبریالي فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

 

د نوموړې فعالیتونه په داسې حال کې دوام لري چې طالبانو پر افغان ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند په برخو کې پراخ محدودیتونه لګولي دي.