واڼا (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د بجلی اوږدې لوډشیډنګ د زميندارانو او کروندګرو ستونزې زیاتې کړې دي. کروندګر وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې د بجلی صورتحال ورځ تر بلې خراب شوی او اوس په ۲۴ ساعتونو کې یوازې درې ساعته بجلي ورکول کېږي.

 

د دوی په وینا، ځینې وخت دغه درې ساعته بجلي هم پوره نه ورکول کېږي، چې له امله یې د کروندې لپاره د ټیوب وېلونو چلول او فصلونو ته اوبه رسول ګران شوي دي.

 

زمينداران وايي، نومبر د غنمو د کرلو مهم وخت دی، خو د بجلی د اوږدې لوډشیډنګ له امله اندېښنه لري چې سږ کال به په خپل وخت غنم ونه کرلی شي. دوی وايي، که د بجلی صورتحال همداسې دوام وکړي، نو نه یوازې به د غنمو کر وځنډېږي، بلکې د راتلونکي فصل په پیداوار به هم ناوړه اغېز وکړي.

 

د سیمې کروندګر وايي چې د ډیزلو لوړو بیو، ګرانۍ او د کرنې د نورو لګښتونو له امله یې لا له وړاندې ستونزې زیاتې شوې دي. د دوی په وینا، د بجلی اوږدې او نااعلان شوې لوډشیډنګ دغه ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.

 

یو شمېر زمينداران وايي چې د کرنې لپاره د اوبو تر ټولو مهمه وسیله ټیوب وېلونه دي، خو د بجلی د نشتوالي له امله نه شي کولی خپلو فصلونو ته په وخت اوبه ورکړي.

 

کروندګرو د خېبر پښتونخوا له ګورنر او نورو اړوندو چارواکو غوښتنه کړې چې د غنمو د کرلو په موسم کې دې قبایلي ضلعو ته د بجلی ورکولو وخت زیات کړي او د کروندګرو ستونزو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.

 

دوی خبرداری ورکوي چې که په وخت بجلي ورنه کړل شي، نو د غنمو کر او پیداوار به اغېزمن شي، چې مالي زیان به یې کروندګرو ته ورسېږي. د بجلی د وېش د اړوندو ادارو دریځ په دې راپور کې نه دی ترلاسه شوی.