ممبۍ (شال نیوز) : د هندي سیاسي ډرامې «مهاراني» د پنځم فصل لومړنی انځور خپور شوی، چې پکې د مرکزي رول لوبوونکې اداکارې هما قریشي په نوي او بې‌ساري انداز د خلکو پام ځان ته اړولی دی.

 

په دې فصل کې هما قریشي د راني بهارتي د رول لپاره خپل سر خریلی او ګنجۍ شوې ده. دا د اداکارې لپاره یو زړور ګام بلل کېږي، ځکه چې نوموړې تر دې وړاندې په خپل هنري ژوند کې داسې بڼه نه وه غوره کړې.

 

هما قریشي هندي رسنیو ته ویلي، چې د دې فصل د کیسې او رول غوښتنې داسې وې چې باید په خپل ظاهري بڼه کې یې هم لوی بدلون راوستی وای.

 

نوموړې ویلي: «د دې فصل غوښتنې له هغو رولونو سره توپیر لري چې ما تر اوسه لوبولي دي. د سر خریلو دې تجربې د یوې اداکارې په توګه زما وړتیاوې لا پیاوړې کړې او د کرکټر د ژورو اړخونو په درک کولو کې یې راسره مرسته کړې ده.»

 

هما قریشي زیاته کړې، چې تل یې داسې پېچلي رولونه خوښ کړي چې په دودیزو چوکاټونو کې محدود نه وي. د نوموړې په وینا، د راني بهارتي کرکټر له پیله ورته یوه ننګوونکې تجربه وه، ځکه چې دا ښځه له ټولنیزو دودونو او اصولو سره ننګونه کوي او هڅه کوي چې خپله لار په خپله جوړه کړي.

 

د «مهاراني» ډرامه د هند پر سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو راڅرخي او هما قریشي پکې د راني بهارتي مرکزي رول لوبوي.