راولپنډۍ (شال نیوز) : په راولپنډۍ کې د پاکستان او سریلانکا ترمنځ د لومړۍ ټېسټ لوبې په درېیمه ورځ مېلمنې لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۴۰۴ منډې کړې دي.

 

د لوبې د درېیمې ورځې په پای کې د دهننجایا ډي سلوا او لوبډلمشر کوشل مېنډس ترمنځ د پنځمې وېکټې لپاره د ۲۴۹ منډو نه ماتېدونکې ملګرتیا شوې ده.

 

ډي سلوا په ۱۶۷ او کوشل مېنډس په ۱۱۷ منډو ناسوځېدلي پاتې دي. سریلانکا د پاکستان د لومړۍ پاڼۍ له ۴۳۴ منډو څخه اوس یوازې ۳۰ منډې شاته ده او شپږ وېکټې یې لا پاتې دي.

 

د سریلانکا لومړۍ درې وېکټې په ۶۵ منډو لوېدلې وې، خو د ډي سلوا او مېنډس په ملګرتیا لوبډلې بېرته لوبې ته ور وګرځېده. د پاکستان لپاره ثاقب خان او محمد عباس دوه، دوه وېکټې اخیستې دي.

 

د دواړو لوبډلو ترمنځ د دې ټېسټ لوبلړۍ لومړۍ لوبه د نومبر له نهمې تر دیارلسمې په راولپنډۍ کې روانه ده.