اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان پخوانی وزیراعظم او د تحریک انصاف ګوند باني عمران خان د وینې د فشار او د سترګو د ستونزو له امله په اسلام اباد کې روغتون ته وړل شوی و، خو له طبي معاینې او درملنې وروسته بېرته د راولپنډۍ اډیاله زندان ته لېږدول شوی دی.
رویټرز خبري اژانس د نومبر په ۱۱مه د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې عمران خان د نهې په شپه د اسلام اباد پاکستان انسټیټیوټ اف میډیکل ساینسز، یا پمز روغتون ته وړل شوی و، چې هلته ډاکټرانو د هغه سترګې معاینه کړې او د وینې د فشار د ستونزې درملنه یې کړې ده.
یوه چارواکي ویلي چې عمران خان د وینې د فشار ستونزه لرله، اړینه درملنه یې وشوه او وروسته بېرته د زندان خپلې کوټې ته ولېږدول شو. د عمران خان وکیلانو ویلي چې د ۷۴ کلن پخواني وزیراعظم روغتیايي حالت په زندان کې خراب شوی او د هغه د ښۍ سترګې نظر هم تر ډېره کم شوی دی.
د عمران خان کورنۍ له دې وړاندې هم د هغه د روغتیا او په زندان کې د طبي سهولتونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. د عمران خان زوی سلیمان خان هم د خپل پلار د روغتیايي حالت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې چې خپلواکو ډاکټرانو ته دې د هغه د معاینې اجازه ورکړل شي.
سلیمان خان خبرداری ورکړی چې که په زندان کې یې پلار ته کوم زیان ورسېږي، کورنۍ به یې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر مسؤول بولي. خو د دې څرګندونو او د عمران خان د روغتیايي حالت په اړه د کورنۍ د ټولو ادعاوو خپلواک تایید نه دی شوی.
د پاکستان حکومت له دې وړاندې د عمران خان د کورنۍ او د تحریک انصاف هغه تورونه رد کړي چې ګواکې نوموړي ته په زندان کې مناسب طبي سهولتونه نه ورکول کېږي. حکومتي چارواکي وايي چې عمران خان ته د اړتیا مطابق طبي معاینې او درملنه برابرېږي.
د تحریک انصاف ګوند په وینا، یوې محکمې د زندان انتظامیې ته حکم کړی چې د عمران خان وکیلانو ته دې له نوموړي او د هغه له مېرمنې سره د ملاقات اجازه ورکړل شي.
عمران خان د ۲۰۲۳ کال د اګست له پنځمې راهیسې په زندان کې دی. نوموړی په ۲۰۲۲ کال کې د قومي اسمبلۍ د عدم اعتماد تحریک له لارې له واکه لرې شوی و.
له واکه تر لرې کېدو وروسته پر هغه د فساد په ګډون بېلابېلې مقدمې جوړې شوې دي. د نوموړي د ډېرو سزاګانو عملي کېدل ځنډول شوي یا پرېکړې بېرته اړول شوې دي، خو په یوه مقدمه کې سزا لا پر ځای ده او د ځینو قضیو اپیلونه روان دي.
عمران خان پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې مقدمې یې د سیاسي مقصدونو لپاره جوړې شوې دي. د پاکستان حکومت بیا دا دریځ نه مني.
د عمران خان د روغتیا په اړه تازه اندېښنې په داسې وخت کې راپورته شوې چې د هغه کورنۍ او وکیلان د خپلواکو ډاکټرانو له خوا د بشپړې طبي معاینې او مناسبې درملنې غوښتنه کوي.
بلخوا د تحریک انصاف مرستیال مشر شاه محمود قریشي هم د نهې په ورځ د لاهور له زندانه روغتون ته لېږدول شوی او د وروستیو معلوماتو له مخې لا هم هلته تر درملنې لاندې دی.


شال نیوز