بنو (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د بنو ضلعې په جهنډو خېل سیمه کې د معمولي خبرو پر سر په شخړه کې د یوې کورنۍ درې کسان وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی. د پولیسو د معلوماتو له مخې، پېښه هغه مهال شوې چې د دوو خواوو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه او وروسته پرې ډزې وشوې.

 

په وژل شوو کسانو کې دوه وروڼه او د هغوی یو د تره زوی شامل دي. درې واړه د یوې کورنۍ غړي وو. له پېښې وروسته د وژل شوو کسانو مړي او ژوبل تن د بنو ضلعي مرکزي هسپتال (ډي اېچ کیو) ته رسول شوي دي.

 

پولیس وايي، په ډزو کې تورن کسان له پېښې وروسته تښتېدلي دي. پولیسو د پېښې مقدمه درج کړې او د تورنو کسانو د نیولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي. تر اوسه د وژل شوو او ژوبل کس نومونه نه دي څرګند شوي او پولیسو هم د تورنو کسانو د نیولو خبر نه دی ورکړی.

 

د پولیسو په وینا، د پېښې د اصلي علت او نورو تفصیلاتو معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.