خیبر (شال نیوز) : د خیبر ضلعې انتظامیې اعلان کړی چې د تیراه بېکوره شوي خلک به په مرحلو کې خپلو سیمو ته ستنېږي، خو د اغېزمنو خلکو استازي وايي چې د حکومت نوی پلان به د هغوی ستونزې نورې هم زیاتې کړي.
د خیبر هاوس له خوا په جاري شوي نوټیفیکېشن کې ویل شوي چې ضلعي انتظامیه به د تیراه د قومي مشرانو له ۲۴ کسیزې کمېټۍ سره په مشوره د شاوخوا ۶۰۰ کسانو د ستنېدو بندوبست کوي.
د انتظامیې په وینا، د هرې بېکوره شوې کورنۍ یوازې یو کس به په ټاکلې ورځ تیراه ته د تلو اجازه لري. د دغو کسانو فهرست به ضلعي انتظامیه جاري کوي او د سفر لپاره به د ګاډو بندوبست هم خلک په خپله کوي.
په نوټیفیکېشن کې ویل شوي چې یوازې هغه کسان به د باړې له نوې کمر سیمې څخه تیراه ته تللی شي چې نومونه یې په منظور شوي فهرست کې شامل وي. نورو خلکو ته ویل شوي چې د خپل وار انتظار دې وکړي او له اجازې پرته دې نوې کمر ته نه ورځي.
خو د تحریک متاثرين تیراه ویاند صحبت خان اپریدي د حکومت پر دې پرېکړه اعتراض کړی دی. هغه ویلي چې د یوې کورنۍ یوازې یو کس ته د ستنېدو اجازه ورکول له اغېزمنو خلکو سره زیاتی دی.
د هغه په وینا، په تیراه کې د ژوند بنیادي سهولتونه نشته، د خلکو کورونه خراب شوي او د ژمي په رانږدې کېدو سره د هغوی ستونزې نورې هم زیاتېږي.
صحبت خان اپریدي ویلي چې د یوې کورنۍ یو کس د حکومتي مرستې پرته نه خپل خراب شوی کور جوړولی شي او نه د کورنۍ د بېرته ستنېدو لپاره ضروري انتظامات کولی شي.
نوموړي شکایت کړی چې حکومت له ستنېدونکو خلکو سره نه مالي مرسته کوي، نه ورته خوراکي سامان ورکوي او نه هم د کورونو د بیا جوړولو لپاره ضروري شیان برابروي.
هغه ویلي چې په تیراه کې د امنیتي ځواکونو له خوا د تلاشیو او د وسله والو د بریدونو د وېرې له امله تګ راتګ هم له ستونزو سره مخ دی. د صحبت خان اپریدي په خبره، د تیراه زیاتره بېکوره شوې کورنۍ دا مهال په باړه او شاوخوا سیمو کې اوسېږي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
هغه ویلي چې د ډېرو کورنیو پیسې ختمې شوې دي او اوس د بېرته ستنېدو د سفر خرڅ هم نه شي پوره کولی.
د تحریک متاثرين تیراه ویاند له حکومته غوښتنه کړې چې د ټولو بېکوره شوو کورنیو د باعزته ستنېدو بندوبست دې وکړي او له هغوی سره دې مالي مرسته وشي، څو خپل خراب شوي کورونه بیا جوړ او عادي ژوند پیل کړي.
د خیبر ضلعې انتظامیې تر دې وړاندې په ستمبر کې اعلان کړی و چې د تیراه د بېکوره شوو خلکو د ستنېدو لړۍ به د اکتوبر له لسمې پیل شي، خو وروسته دغه پلان له کوم څرګند دلیل پرته منسوخ شو.
د دې پرېکړې له امله زرګونه بېکوره شوي خلک، چې خپلو کورونو ته د ستنېدو په انتظار وو، مایوسه شوي وو. د تیراه د اغېزمنو خلکو استازي وايي چې حکومت باید د خلکو د ستنېدو ترڅنګ د هغوی د امنیت، خوراک، استوګنې او د خرابو شوو کورونو د بیا جوړولو بندوبست هم وکړي.


ابراهیم شینواری