اېډنبرا (شال نیوز) : د سکاټلنډ کرکټ بورډ په افغانستان کې د ښځو پر حقونو د طالبانو د بندیزونو له امله د افغانستان د نارینه وو له ملي لوبډلې سره د دوه اړخیزو او درې اړخیزو سیالیو له کولو انکار کړی دی.
د سکاټلنډ کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو او ښځینه کرکټ په وضعیت کې تر څرګند ښه والي پورې به له افغان لوبډلې سره دا ډول سیالۍ نه کوي.
بورډ ویلي چې د کرکټ نړیوالې شورا، آی سي سي، تر انتظام لاندې په نړیوالو سیالیو کې به د افغانستان پر وړاندې لوبې کوي، خو دا په دې معنا نه ده چې د طالبانو د حکومت له تګلارو سره موافق دی.
د سکاټلنډ کرکټ بورډ دا هم ویلي چې د افغانستان د نارینه وو لوبډلې لپاره به د تمریناتي کمپونو او دوستانه لوبو کوربه توب نه کوي. د بورډ په وینا، دا پرېکړه یې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت، له ښځو او نجونو سره د طالبانو د چلند او د ښځینه کرکټ د پرمختګ په اړه د خپلو ژمنو له ارزونې وروسته کړې ده.
سکاټلنډ ویلي چې هر کال به پر دې پرېکړه بیا غور کوي او که په افغانستان کې د ښځو د حقونو او ښځینه کرکټ په وضعیت کې د پام وړ بدلون راغی، خپله تګلاره به له سره ارزوي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د نجونو له شپږم ټولګي پورته پر تعلیم، د ښځو پر پوهنتوني زده کړو، کار او یو شمېر نورو فعالیتونو بندیزونه لګولي دي.
د دغو بندیزونو له امله په افغانستان کې ښځینه کرکټ هم بند شوی او د ملي لوبډلې ګڼ شمېر لوبغاړې له هېواده وتلې دي. تر اوسه د افغانستان کرکټ بورډ د سکاټلنډ د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.


شال نیوز