د چترال په ښکلو درو کې د کلاش قام د پسرلني لرغوني جشن “چلم جوش” د نغمو، رنګونو او دودیزو نڅاوو سره پېل شوی دی. دا څلور ورځنۍ مېله د مې په ۱۳مه پېل شوې چې د نوي فصل د هرکلي ترڅنګ د سیمي بډایه کلتور هم نندارې ته وړاندې کوي. د پاکستان له بېلابېلو ښارونو او د نړۍ له ګڼو هېوادونو څخه سلګونه سیلانیان دې لرې پرتې سیمي ته ورغلي دي.
دا جشن په دودیز ډول د “شیدو په ورځ” پیلېږي. کلاشان له لسو ورځو راهیسي د خپلو څارویو شیدې راټولوي او په همدې ځانګړې ورځ یې د برکت او شکرانې په نیت پر خلکو ویشي. د دې مېلې اساسي فلسفه د کرنې او مالدارۍ لپاره د برکت غوښتنه او د ژمي له سختو میاشتو وروسته د پسرلي د راتګ شکر ادا کول دي.
په بمبوریت، رمبور او بریر کې د کلاش ټولنې ښځې په خپلو ځانګړو تور رنګه جامو کې، چې رنګین ګنډونه او مرۍ پرې لګولې شوې وي، د ډول په غږ سره ډلهییزې نڅاوې ترسره کوي. په ورته وخت کې نارینه د خپلو پخوانیو اتلانو کیسي بیانوي او دودیزې مذهبي سندرې وایي.

دا مېله یوازې تفریح نه ده، بلکې د کلاش کلتور مهم ټولنیز اړخ هم لري، چې د ځوانانو لپاره د اړیکو جوړولو او د ژوند د ملګري د پېژندلو فرصتونه هم پکې برابریږي.
سږکال د خیبر پښتونخوا حکومت او امنیتي ادارو د سیلانیانو د اسانتیا او امنیت لپاره ځانګړي اقدامات کړي دي. د “شال نیوز” د راپور له مخې، د سیمي ټولې لارې د تګ راتګ لپاره پرانیستې ساتلی شوي او د امنیتي ځواکونو شتون د سیلانیانو باور زیات کړی دی.
د “چلم جوش” دا رنګینه مېله به د مې په ۱۷مه په بمبوریت کې د لویو کلتوري نندارو او اجتماعي نڅاوو سره پای ته ورسېږي.

شال نیوز