صوابۍ (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د صوابۍ ضلعې په ګدود اباد لار سیمه کې نیشنل بینک ته نږدې په ډزو کې یو تن وژل شوی او اووه نور سخت ژوبل شوي دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ صوابۍ د معلوماتو له مخې، د ډزو پېښه د نامعلومو وجوهاتو له امله شوې ده. د پېښې اطلاع له ترلاسه کېدو وروسته د ریسکیو درې ایمبولینسونه سیمې ته رسېدلي او ژوبل کسان یې له ابتدایي طبي مرستې وروسته باچا خان هسپتال ته رسولي دي.
ریسکیو ۱۱۲۲ د وژل شوي تن نوم افتاب ښودلی چې د صوابۍ اوسېدونکی و. په ژوبلو کسانو کې د مانېرۍ رحمان شیر او محمد عتیق، د میاڼ ډېري زاهد ګیلاني، د صوابۍ عمران، د شېوې اډې عامر، د بام خېلو یوسف خان او د ګلو ډېرو مسعود خان شامل دي.
د ریسکیو چارواکو په وینا، د ژوبلو کسانو حالت سخت ښودل شوی، خو د هغوی د روغتیا په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي. تر اوسه د ډزو علت او په پېښه کې د ککړو کسانو په اړه معلومات نه دي څرګند شوي.


شال نیوز