ازمیر (شال نیوز) : د ترکیې په لوېدیځ ازمیر ولایت کې د اوسپنې او فولادو په یوه لویه کارخانه کې د زورورې چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي دي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پېښې د پلټنو امر کړی او ویلي یې دي چې د ممکنه غفلت او د پېښې د ذمه وارو کسانو په اړه به تحقیقات کېږي.

 

چاودنه د نومبر په نهمه، د دوشنبې په ورځ، د ترکیې په ځايي وخت د سهار شاوخوا ۱۱ بجې او ۴۶ دقیقې د ازمیر ښار شمال ته نږدې ۶۰ کیلومتره لرې د علیاغا په سیمه کې د هاباش د اوسپنې او فولادو په کارخانه کې شوې ده.

 

د ازمیر والي سلیمان البان ویلي چې د چاودنې پر مهال په کارخانه کې د بټۍ د سامان بدلولو کار روان و. د هغه په وینا، د کار پر مهال یوه درنه کرېن راولوېده او سامان یې د فولادو د ویلې کولو بټۍ ته وغورځېد. له دې وروسته زوروره چاودنه وشوه او اور ولګېد.

 

والي ویلي چې د کرېن د راپرېوتو له امله د قدرتي ګېس یوې نل لیکې ته هم زیان رسېدلی دی. د پېښې یوه عیني شاهد او د کارخانه کارکوونکي یاسین چتینر فرانس پرېس اژانس ته ویلي چې د کرېن رسۍ وشلېده او شاوخوا ۱۲۰ ټنه ویلي شوي فولاد د بټۍ پر لور راولوېدل.

 

د هغه په وینا، د فولادو تودوخه شاوخوا ۱۸۰۰ درجې وه او کله چې له اوبو سره ولګېدل، زوروره چاودنه وشوه. خو د چاودنې د دقیق تخنیکي لامل معلومولو لپاره رسمي پلټنې روانې دي. عیني شاهدانو ویلي چې چاودنه دومره زوروره وه چې د شاوخوا سیمو ځمکه یې ولړزوله.

 

دنیز اولکر، چې د پېښې پر مهال کارخانه ته نږدې موجود و، ویلي چې لومړی یې ګومان وکړ چې زلزله شوې ده. د هغه په وینا، له چاودنې وروسته د کارخانه له ودانۍ څخه تور لوګی پورته کېده او لوړو لمبو د ودانۍ یوه برخه نیولې وه.

 

له پېښې وروسته د اور وژنې، ژغورنې او طبي مرستو ډلې سیمې ته ورسېدې. ژوبل کسان د ازمیر بېلابېلو روغتونونو ته یووړل شول. د ترکیې د صحت وزیر کمال ممیش اوغلو ویلي چې د یوه سخت ژوبل شوي کارکوونکي له مړینې وروسته د وژل شوو کسانو شمېر ۱۷ ته رسېدلی دی.

 

د چارواکو په وینا، د پېښې پر مهال په کارخانه کې شاوخوا ۲۰۰ کارکوونکي موجود وو. د ترمیم د کارونو له امله د تولید چارې بندې شوې وې او د معمول په پرتله لږ کارکوونکي هلته وو. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کابینې له غونډې وروسته په خپله وینا کې د وژل شوو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

 

نوموړي ویلي چې د پېښې په اړه عدالتي او انتظامي پلټنې پیل شوې دي او دا به معلومه شي چې چاودنه څنګه رامنځته شوه، ایا د حفاظتي اصولو خلاف ورزي شوې وه او څوک یې ذمه وار دي.

 

د ترکیې عدالتي چارواکو د پېښې د پلټنو لپاره څلور څارنوالان ټاکلي او د راپورونو له مخې، پنځه کسان د تحقیقاتو لپاره نیول شوي دي. بلخوا د ترکیې د مزدورانو تنظیمونو د کارخانه پر انتظامیې د حفاظتي انتظاماتو د کمزورۍ تورونه لګولي دي.

 

د ترکیې د کارګر ګوند ځايي څانګې ویلي چې په همدې کارخانه کې تر دې وړاندې هم د کار پر مهال مرګونې پېښې شوې دي. د ګوند په وینا، په تېرو درېیو اوونیو کې دا درېیمه پېښه ده چې د کارخانه کارکوونکو پکې ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

د ترکیې یوې ورځپاڼې راپور ورکړی چې په تېرو لسو کلونو کې د همدې کارخانه لږ تر لږه ۱۱ کارکوونکي په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي. خو د دغو شمېرو خپلواکه تصدیق نه دی شوی.

 

د مزدورانو تنظیمونو غوښتنه کړې چې د پېښې د لاملونو په اړه دې شفافې پلټنې وشي او که د چا غفلت ثابت شي، قانوني کارروایي دې ورسره وشي.

 

د هاباش کارخانه د ترکیې د فولادو د تولید له لویو خصوصي ادارو څخه ده. دا کارخانه په ۱۹۸۷ کال کې جوړه شوې او د کال د شاوخوا څلور نیم میلیونه ټنه فولادو د تولید ظرفیت لري.

 

د چاودنې له امله د کارخانه کارکوونکو او د وژل شوو کسانو د کورنیو ترمنځ غم او غصه خپره شوې ده. د مزدورانو تنظیمونو د نومبر په لسمه په علیاغا کې د کارکوونکو د حفاظت لپاره د احتجاج اعلان هم کړی دی.

 

تر اوسه د پلټنو وروستۍ نتیجې نه دي اعلان شوې او چارواکو نه دي ویلي چې د چاودنې اصلي ذمه واري د چا پر غاړه ده.