بامیان (شال نیوز) : د افغانستان په بامیان ولایت کې د تاجک او هزاره قومونو ترمنځ دوه کلنه دښمني د قومي مشرانو او سیمه‌ییزو چارواکو په منځګړتوب پای ته رسېدلې ده.

 

د بامیان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت د معلوماتو له مخې، دا دښمني د ولایت د مرکز اړوند په توپچي سیمه کې د ځینو خپلمنځي اختلافاتو له امله رامنځته شوې وه.

 

د چارواکو په وینا، د دغو اختلافاتو پر مهال د یوې خوا یو کس وژل شوی او دواړو خواوو ته مالي زیانونه هم اوښتي وو. د یاد آمریت مسؤلین وايي، د ولایتي ادارې د مشرانو، قومي استازو او سیمه‌ییزو مشرانو په هڅو د دواړو خواوو ترمنځ خبرې شوې او بالاخره یې په روغه جوړه موافقه کړې ده.

 

د روغې جوړې په مراسمو کې چارواکو او قومي مشرانو د خلکو ترمنځ پر یووالي او د اختلافاتو پر سوله‌ییز حل ټینګار کړی دی. د معلوماتو له مخې، د مراسمو په پای کې د دواړو خواوو استازو یو بل ته بښنه وکړه، غېږې یې ورکړې او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کې به خپل اختلافات د خبرو او جرګو له لارې حل کوي.

 

چارواکو ویلي چې دواړو خواوو د پخوانۍ دښمنۍ د نه تکرار او په سوله کې د ګډ ژوند کولو ژمنه کړې ده.