شارجه (شال نیوز) : د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د شارجه په لوبغالي کې د دوو ټېسټ لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه، د زمبابوې د توپوهونکو د غوره توپوهنې له امله مساوي پای ته ورسېده.
د لوبې په وروستۍ او پنځمه ورځ د زمبابوې لوبډلې لوبډلمشر کریګ اروین او وېسلي مادېوېري په زړه پورې سلیزې ووهلې او خپله لوبډله یې له ماتې وژغورله.
زمبابوې د څلورمې ورځې د لوبې په پای کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۴ منډې کړې وې، خو د پنځمې ورځې تر پایه یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۵۲۳ منډې جوړې کړې.
د زمبابوې لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې هم ۵۰۴ منډې کړې وې. په دې توګه دا لومړی ځل دی چې د ټېسټ کرېکټ په تاریخ کې یوه لوبډله په دواړو پاڼیو کې تر ۵۰۰ زیاتې منډې جوړوي.
د زمبابوې ۴۱ کلن لوبډلمشر کریګ اروین په ۲۰۶ ناسوځېدلو منډو او وېسلي مادېوېري په ۱۰۰ ناسوځېدلو منډو خپله لوبډله د افغانستان د توپ اچوونکو پر وړاندې ټینګه ودروله.
کریګ اروین په ۴۱ کلنۍ او ۸۲ ورځو کې د ټېسټ کرېکټ په تاریخ کې درېیم زوړ لوبغاړی شو چې دوه سوه منډې جوړوي. افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۵۱۴ منډې کړې وې او د لوبې په وروستۍ ورځ یې هڅه کوله چې ژر د زمبابوې لوبغاړي وسوځوي، خو د زمبابوې توپوهونکو په ډېر صبر او احتیاط لوبه وکړه.
د زمبابوې براین بېنېټ نیمه سلیزه ووهله، خو محمد سلیم یې وسوځاوه. د دې لوبډلې نوي لوبغاړي انتوم نقوي هم ۶۱ منډې جوړې کړې او له کریګ اروین سره یې د ۱۴۰ منډو ملګرتیا وکړه، چې وروسته عبدالمالک ماته کړه.
خو له دې وروسته وېسلي مادېوېري له اروین سره ملګری شو. دواړو لوبغاړو د شپږمې وېکټې لپاره ۲۰۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې د زمبابوې په ټېسټ تاریخ کې د دې وېکټې تر ټولو لوړه ملګرتیا ده. مادېوېري هم په دې ملګرتیا کې د خپل ټېسټ کرېکټ لومړۍ سلیزه بشپړه کړه.
د دې لوبې له مساوي کېدو سره د دواړو لوبډلو ترمنځ د دوو ټېسټ لوبو د لړۍ حساب برابر شو. د لړۍ دویمه او وروستۍ ټېسټ لوبه به د نومبر پر ۱۳مه نېټه یو ځل بیا د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې پیل شي.


شال نیوز