عمان (شال نیوز) : د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرېکټ ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو په لړ کې سریلانکا ته د ۱۰۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره یې په سیالیو کې خپله درېیمه پرله‌پسې بریا خپله کړه.

 

دا لوبه د دوشنبې په ورځ د عمان په کوربه‌توب ترسره شوه، چې پچه سریلانکا وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې په ۴۹ اعشاریه ۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۵ منډې جوړې کړې.

 

د افغانستان لپاره سبحان زاخېل تر ټولو زیاتې منډې وکړې. نوموړي په ۱۱۱ توپونو د ۱۰۷ منډو په جوړولو سره غوره توپوهنه وکړه، په داسې حال کې چې عبدالله نادرجان ۵۵ منډې جوړې کړې.

 

د ۲۷۶ منډو د هدف په تعقیب کې د سریلانکا د ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله په ۳۴ اعشاریه ۱ اورونو کې د ۱۶۹ منډو په جوړولو وسوځېده او د ۱۰۶ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

 

د افغانستان لپاره نور علي نیازي تر ټولو بریالی توپ اچوونکی و، چې د سریلانکا څلور لوبغاړي یې وسوځول. نوموړي تر دې وړاندې هم د مالیزیا پر وړاندې په لوبه کې ښه توپ اچونه کړې وه او شپږ وېکټې یې اخیستې وې.

 

افغانستان په دې بریا سره د اسیا جام په روانو سیالیو کې خپله درېیمه پرله‌پسې لوبه وګټله. افغان لوبډلې تر دې وړاندې بنګله‌دېش او مالیزیا ته هم ماتې ورکړې وه.