د افغانستان د فوټسال له ۱۸ کلونو کم عمره لوبډلې د ډاکار ۲۰۲۶ ځوانانو المپیک سیالیو په نیمه پایلوبه کې له پرتګال څخه دوه د صفر پر وړاندې ماتې وخوړه او د سرو زرو مډال سیالۍ ته له رسېدو پاتې شوه.

 

د دغې لوبې په لومړۍ نیمايي کې پرتګال د ژواو کاروالیو په ګول مخکې شو. نوموړي د افغانستان د ګول ساتونکي احمد اسماعیلي له تېروتنې ګټه واخیسته او د میدان له منځنۍ برخې یې تش ګول ته توپ ورساوه. پرتګال د لوبې تر وقفې مخکې د ډېګو فېرېرا په ګول خپله برتري دوه برابره کړه.

 

افغان لوبډلې د لوبې په دویمه نیمايي کې د پایلې د بدلولو لپاره څو ځلې بریدونه وکړل او د ګول وهلو فرصتونه یې هم جوړ کړل، خو د پرتګال د ګول ساتونکي برنارډو بورګېس د څو مهمو توپونو په نیولو سره د افغانستان هڅې شنډې کړې.

 

له دې بریا سره پرتګال د سرو زرو مډال ګټلو سیالۍ ته لار ومونده، خو افغانستان به اوس د ډاکار ۲۰۲۶ ځوانانو المپیک سیالیو کې د برونزو مډال ګټلو لپاره لوبه کوي.