کابل (شال نیوز) : د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې په افغانستان کې ځینې کسان د طالبانو، پولیسو او استخباراتو په نوم ځانونه د امنیتي ادارو کارکوونکي معرفي کوي او له خلکو څخه د پیسو اخیستلو، ګواښونو او شخصي ګټو لپاره له دغو نومونو ناوړه ګټه اخلي.
قانع دا څرګندونې د کورنیو چارو وزارت د عمومي تفتیش ریاست له مسوولانو او ولایتي مدیرانو سره په یوه انلاین غونډه کې کړې دي. نوموړي ویلي چې ځینې کسان ځانونه د طالبانو د امنیتي ادارو غړي معرفي کوي، په خلکو کې د ځان لپاره ځانګړی حیثیت جوړوي او بیا له دغه جعلي هویت څخه د شخصي ګټو لپاره کار اخلي.
د هغه په وینا، د پولیسو او استخباراتو په نوم د خلکو ځورول، ګواښل، د پیسو غوښتل او له رسمي صلاحیتونو څخه ناوړه ګټه اخیستل د منلو وړ نه دي. قانع د تفتیش له مسوولانو غوښتي چې د داسې کسانو د پېژندلو، نیولو او د هغوی د فعالیتونو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تر دې وړاندې هم د خپلو امنیتي ځواکونو په لیکو کې د سرغړونو او له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې راپورونه ورکړي وو. عبدالمتین قانع مخکې ویلي وو چې د شپږو میاشتو په موده کې له ۶۰۰ څخه زیات کسان د سرغړونو او له رسمي صلاحیتونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې له امله د پولیسو له لیکو ایستل شوي او عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.
تر دې وړاندې په کابل کې څلور کسان د طالبانو د امنیتي ځواکونو له نوم څخه په استفادې د خلکو د پیسو اخیستلو په تور نیول شوي وو. په ننګرهار کې هم شپږ کسان د طالبانو د پولیسو او امنیتي ځواکونو په نوم د وسله والو غلاوو او د جعلي امنیتي پوستو د جوړولو په تور نیول شوي وو.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې په افغانستان کې وخت ناوخت د امنیتي ځواکونو د نوم، یونیفورم او رسمي صلاحیتونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې راپورونه خپرېږي.
تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د دغو سرغړونو په تړاو څومره کسانو ته سزاګانې ورکړل شوې دي او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ورته پېښو د مخنیوي لپاره کوم نوي اقدامات کړي دي.


شال نیوز