غور/لغمان (شال نیوز) : د غور او لغمان ولایتونو په دوو جلا ترافیکي پېښو کې د یوه ماشوم په ګډون ۱۲ کسان مړه شوي او ۱۸ نور ټپیان دي. په غور کې یو فلانکوچ ډوله موټر له سړک څخه اوښتی او چپه شوی، په لغمان کې د سراچې او زرنج موټرسایکل د ټکر له امله دواړه سیند ته لوېدلي دي.

 

د طالبانو د غور امنیه قومندانۍ زیاته کړې چې لومړۍ پېښه نن سهار، د لړم میاشتې په ۱۷مه، د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د تلخک کلي په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې یو فلانکوچ ډوله موټر له سړک څخه واوښت او چپه شو.

 

د یادې قومندانۍ د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې پنځه کسان مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان دي. د طالبانو امنیتي مسوولانو د پېښې لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي او په موټر کې د سپرلیو له ټاکلي ظرفیت څخه د زیاتو کسانو سپرول بللي دي.

 

ځايي سرچینو ویلي، د ټپیانو له ډلې د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او هغوی د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

 

بلخوا، د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د کابل ـ جلال‌اباد پر عمومي سړک، د لغمان دروازې ته نږدې د مشلې په سیمه کې بله ترافیکي پېښه شوې ده.

 

د لغمان د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، یوه سراچه موټر له زرنج درې‌څرخ موټرسایکل سره ټکر کړی او له ټکر وروسته دواړه سیند ته لوېدلي دي. په دې پېښه کې اووه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي. ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

 

په افغانستان کې ترافیکي پېښې د مرګ‌ژوبلې له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي. د سړکونو خرابوالی، د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، د ترافیکي اصولو نه مراعاتول، د موټرو تخنیکي ستونزې او په موټرو کې د ظرفیت څخه د زیاتو سپرلیو لېږد هغه عوامل دي چې د ورته پېښو د رامنځته کېدو خطر زیاتوي.