ډاکار (شال نیوز) : د افغانستان د فوټسال د ۱۵ کلونو نه د کم عمره لوبغاړو ملي ټیم د ځوانانو د ۲۰۲۶ کال په اولمپیک سیالیو کې کوربه هېواد سینیګال ته شپږ پر صفر ماتې ورکړې او نیمه پایلوبې ته رسېدلی دی. دغه لوبه د نومبر په اوومه د سینیګال په پلازمېنه ډاکار کې وشوه.

 

د فوټبال د نړیوال فدراسیون، فیفا، د معلوماتو له مخې، د افغانستان لپاره علي احمدي درې ګولونه ووهل، په داسې حال کې چې ذاکر حسین عبدالله، احمد اسماعیلي او حسین حسني یو یو ګول وکړ.

 

افغان لوبغاړو د لوبې له پیله پر سیال ټیم فشار زیات کړ او د لومړۍ نیمایي تر پایه یې درې ګولونه وهلي وو. په دویمه نیمایي کې یې درې نور ګولونه وکړل او لوبه یې شپږ پر صفر وګټله.

 

افغانستان تر دې وړاندې پاناما ته پنځه پر صفر ماتې ورکړې وه، خو له ارجنټاین څخه یې دوه پر یو ماتې خوړلې وه. د دې بریا په نتیجه کې افغانستان د خپلې ډلې په دویم مقام کې نیمه پایلوبې ته ووت.

 

د فیفا د اعلان له مخې، افغانستان به د نومبر په نهمه په نیمه پایلوبه کې له پرتګال سره مخامخ کېږي. په بله نیمه پایلوبه کې به ارجنټاین او مراکش لوبه کوي.

 

د افغانستان لوبغاړي علي احمدي له لوبې وروسته ویلي چې د خپل ټیم له کارکردګۍ خوشحاله دی او هیله لري چې افغانستان د دغو سیالیو د سرو زرو مډال وګټي. د ځوانانو د اولمپیک لوبو پایلوبه د نومبر په ۱۲مه ټاکل شوې ده.