ممبئ (شال نیوز) : د بالیووډ نوموتي فلم جوړونکي کې سي بوکاډیا ویلي، د هند سینما مشهور ستوري شاهرخ خان د یوه فلم د جوړولو پر مهال د خپل پاتې ۹۵ لکه هندي روپیو معاوضې له اخیستو ډډه کړې وه.

 

کې سي بوکاډیا له هندي رسنیو سره په یوه مرکه کې د بالیووډ د مشهورو لوبغاړو او د فلم جوړونکو ترمنځ د کاري اړیکو او چلند په اړه خبرې کړې دي.

 

نوموړي ویلي، امیتاب بچن، شاهرخ خان، سلمان خان، جکي شروف او رجني کانت په څېر مشهورو لوبغاړو هېڅکله د خپلو شخصي کارکوونکو د لګښتونو بار پر فلم جوړونکو نه دی اچولی.

 

د هغه په وینا، دغو لوبغاړو نه یوازې د خپلو کارکوونکو معاشونه له فلم جوړونکو نه غوښتل، بلکې له نورو لوبغاړو او د فلم له ټولې ډلې سره یې هم له توپیر پرته دوستانه چلند کاوه.

 

بوکاډیا زیاته کړې، چې پخوانیو مخکښو لوبغاړو به د فلم له نورو کارکوونکو سره یو ځای ډوډۍ خوړله او د فلم په سیټ کې به یې له ټولو سره د درناوي او برابرۍ چلند کاوه.

 

نوموړي د شاهرخ خان د چلند د یوې بېلګې په توګه ویلي، چې هغه د «هم تمهارې هې صنم» فلم لپاره په دوه کروړه هندي روپیو قرارداد کړی و.

 

د فلم جوړونکي په وینا، شاهرخ خان ته یو کروړ او پنځه لکه روپۍ ورکړل شوې وې او ۹۵ لکه روپۍ یې لا هم پاتې وې، خو نوموړي د فلم جوړونکي له زوی سره په خبرو کې ویلي وو، چې د پلار د درناوي له امله نه غواړي پاتې پیسې ترلاسه کړي.

 

کې سي بوکاډیا ویلي، د شاهرخ خان دغه چلند د فلم جوړونکو او لوبغاړو ترمنځ د پخوانیو کاري اړیکو او متقابل درناوي څرګندونه کوي.