کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان ۲۶ کلنه سوک وهونکې عابده بتول د تایلینډ په پټایا ښار کې د نړۍ د اتلولۍ له ګټلو وروسته خپل پلرني ښار کوټې ته ستنه شوې، چې د رسېدو پر مهال یې تود هرکلی شوی دی.
عابده بتول په تایلینډ کې خپلې سیالې ته په ماتې ورکولو د ښځو د سوک وهنې د نړیوالې ټولنې د تر ټولو کم وزن په سیالیو کې د نړۍ د اتلولۍ کمربند ګټلی دی.
دا سیالي د اتو پړاوونو لپاره ټاکل شوې وه، خو په پنځم پړاو کې هغه مهال ودرول شوه چې د دواړو سوک وهونکو سرونه له یو بل سره ولګېدل او د عابده بتول د پوزې هډوکی مات شو.
د سیالۍ له درېدو وروسته د درېیو لوبڅارانو د نمرو له مخې پرېکړه وشوه. دوو لوبڅارانو عابده بتول ګټونکې وبلله او په دې توګه هغې د تخنیکي پرېکړې له لارې د نړۍ اتلولي وګټله.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، عابده بتول د پاکستان لومړنۍ ښځینه سوک وهونکې ده چې د ښځو د سوک وهنې د نړیوالې ټولنې دغه اتلولي یې ګټلې ده.
عابده بتول په ۲۰۱۸ کال کې سوک وهنه پیل کړې وه. هغې د خپل ورزشي ژوند په لومړیو کلونو کې له مالي ستونزو او د کورنۍ د ځینو غړو له مخالفت سره مخامخ شوې وه، خو خپلې لوبې او تمرینونو ته یې دوام ورکړ.
د بلوچستان دغې لوبغاړې له اتو کلونو هڅو وروسته د نړۍ د اتلولۍ کمربند وګاټه. عابده بتول اوس خپل پلرني ښار کوټې ته ستنه شوې ده، چې د هغې د بریا هرکلی شوی دی.


نعيم اچکزئي