په لر چترال کې د پري شندور د ‘پولو’ د کلنیو سیالیو ۲۰۲۶ پرانیسته وشوه، چې د نړۍ د سمندر له سطحې څخه په لوړوالي د تر ټولو لوړ پولو میدان کې ترسره کېږي.
د پرانیستې په مراسمو کې د چترال ټاسک فورس قومندان ارسلان، د لر چترال مرستیال کمشنر راو هاشم عظیم او د ضلعې د پولیسو مشر رفعت الله خان ګډون وکړ او د سیالیو پرانیسته یې وکړه.
چارواکي وايي، چې په دې سیالیو کې د لر او بر چترال بېلابېلې لوبډلې برخه اخلي. د دې دودیزې لوبې ځانګړنه دا ده چې هره لوبډله د څو لوبغاړو په ګډون میدان ته ښکته کېږي او د آسونو پر مټ د توپ په وهلو سره هڅه کوي چې ګولونه وکړي.
پري شندور پولو د سیمي له لرغونو دودونو څخه ګڼل کېږي او کلونه کېږي چې د چترال په همدې لوړ غرني میدان کې ترسره کېږي. د دې سیالیو کره پېل د تاریخ له پخوانیو ځایي روایتونو سره تړاو لري، چې د وخت په تېرېدو سره یې بڼه منظمه او کلنۍ شوې ده.
د شندور پولو میدان د شندور پاس په سیمه کې موقعیت لري او د سمندر له سطحې څخه شاوخوا ۳۷۰۰ متره لوړ بلل کېږي، چې له همدې امله د نړۍ د تر ټولو لوړ پولو میدان په نوم هم پېژندل کېږي.
له هېواد دننه او بهر څخه راغلي سیلانیان هم د سیالیو ننداره کوي او هر کال زرګونه خلک د دې تاریخي او دودیزې لوبې لیدو لپاره سیمي ته سفر کوي.
چارواکو ویلي، چې د دې ډول سیالیو هدف د سیمه ییزو دودونو ساتنه، د سپورتي فعالیتونو دوام او د سیلګرۍ وده ده.
دا سیالۍ هر کال د شندور د اصلي کلنۍ مېلې څخه مخکې ترسره کېږي، چې وروسته بیا په همدې میدان کې لویه درې ورځنۍ مېله او پولو پای لوبې ترسره کېږي.

جاوید ملنګ