میرام شاه (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې اعلان کړی چې د نومبر پر اوومه، د شنبې په ورځ، به د امنیتي ځواکونو د تګ راتګ له امله د سهار له پنځو بجو د ماښام تر اوو بجو پورې د خلکو ورځني فعالیتونه بند وي.
د ضلعي انتظامیې په خپره شوې خبرتیا کې له خلکو غوښتل شوي چې په دې موده کې خپل ورځني فعالیتونه ودروي او له امنیتي ادارو سره همکاري وکړي.
په خبرتیا کې دا هم ویل شوي چې د شپې له لسو بجو د سهار تر شپږو بجو پورې د خلکو پر تګ راتګ مخکې لګول شوی بندیز به دوام لري. که څه هم انتظامیې د ورځې محدودیتونو ته د کرفیو نوم نه دی ورکړی، خو له خلکو یې د فعالیتونو د بندولو غوښتنه کړې ده.
انتظامیې نه دي څرګند کړي چې دا محدودیتونه به د ضلعې په ټولو سیمو کې یو شان عملي کېږي او که نه. د امنیتي ځواکونو د تګ راتګ لامل هم نه دی ښودل شوی.


شال نیوز