لاهور (شال نیوز) : د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) پرېکړه کړې چې د دغه هېواد ملي لوبغاړو ته په افغانستان غوره لیګ کې د ګډون لپاره د نه اعتراض سند ورنه کړي.

 

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان د کرکټ پخواني کپتان وسیم اکرم ته هم په دغه لیګ کې د لارښود (مینټور) دنده وړاندیز شوې وه، خو نوموړي د پي سي بي د پالیسۍ خلاف د تګ پرېکړه نه ده کړې.

 

راپورونه وايي، پي سي بي هم په ورته وخت کې پرېکړه کړې چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې هېڅ لوبغاړي ته به په افغانستان غوره لیګ کې د ګډون اجازه ورنه کړي.

 

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د پاکستان کرکټ پخوانی چټک توپ اچوونکی محمد عامر د افغانستان غوره لیګ برخه شوی دی. د راپورونو له مخې، محمد عامر په دغه لیګ کې د برتانوي تابعیت له مخې ګډون کړی دی.