د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلې د اسیا جام سیالیو په پیل کې د بنګله‌دېش لوبډلې ته د ۱۱۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه. افغان لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د اسیا جام په لومړۍ لوبه کې په ښه توپ‌اچونه سره د بنګله‌دېش پر وړاندې قاطع بریا خپله کړه.

 

د افغانستان په توپ‌اچوونکو کې امیر حمزه، نور علي نیازي او سمیع‌الله مبارز ښه وځلېدل او هر یوه د بنګله‌دېش درې لوبغاړي وسوځول. د دوی په ګډو هڅو افغان لوبډلې وکولای شول بنګله‌دېش ته د ۱۱۳ منډو په توپیر ماتې ورکړي او د اسیا جام سیالۍ په بریا پیل کړي.