بنو (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په بنو ضلع کې د هاکۍ لوبې د ودې لپاره د هلکانو او نجونو ۱۱ لوبډلو ته د لوبو سامان او کټونه ورکړل شوي دي.
د نومبر په پنځمه د بنو په باچا خان هال کې د دې سامان د وېش په غونډه کې ډپټي کمشنر ضیاءالرحمان خټک وویل چې حکومت غواړي د ضلعې په کلیو او ښوونځیو کې د هاکۍ لوبې ته وده ورکړي او ځوانانو ته د لوبو اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي وویل چې بنو پخوا د هاکۍ په ډګر کې د نړیوالې کچې لوبغاړي لرل او هڅه کوي چې له دې ضلعې یو ځل بیا تکړه لوبغاړي راپیدا شي.
د پاکستان د بین الصوبایي رابطې محکمې چیف فنانس افسر شریف الله داوړ غونډې ته وویل چې په لومړي پړاو کې د ښوونځیو د هلکانو او نجونو لوبډلو ته د هاکۍ کټونه وېشل کېږي.
د هغه په وینا، دغه سامان د بین الصوبایي رابطې محکمې د سېکرټري او د پاکستان هاکۍ فېډرېشن د مشر محی الدین واني له خوا د ۱۱ لوبډلو لپاره برابر شوی دی. شریف الله داوړ وویل چې د هاکۍ ترڅنګ د نورو لوبو د ودې لپاره هم اقدامات روان دي او هڅه کېږي چې په بنو کې د هاکۍ پخوانی مقام بېرته ترلاسه شي.
په غونډه کې د علاقایي پرمختیايي کونسل سلاکار مولانا عبدالغفار قریشي وویل چې په لوبو کې د ځوانانو ګډون د هغوی د روغتیا او د ټولنې د ښېرازۍ لپاره مهم دی. د پرمختیايي کونسل بل سلاکار ملک شیرین هم ټینګار وکړ چې ځوانانو ته باید د لوبو او نورو مثبتو فعالیتونو اسانتیاوې برابرې شي.
په دې غونډه کې د ضلعې د انتظامیې چارواکو، د سپورټس محکمې استازو، ښوونکو او د ښوونځیو هلکانو او نجونو ګډون کړی و. د هاکۍ لوبغاړو له چارواکو وغوښتل چې د لوبو د ودې لپاره ځانګړې شوې اسانتیاوې او وسایل په عملي توګه لوبغاړو ته ورسوي، څو د سیمې ځوانان خپلې وړتیاوې وښيي.
د بنو انتظامیې تر اوسه دا نه دي ویلي چې د هاکۍ د میدانونو او نورو اسانتیاوو د برابرولو لپاره څومره بودیجه ځانګړې شوې او دغه پروګرام به د ضلعې څو کلیو او ښوونځیو ته وغځول شي.


شال نیوز