د ایران رسمي خبري اژانس ،ارنا، خبر ورکړی چې تهران د امریکا وروستی وړاندیز ،چې د پاکستان له لارې ورته سپارل شوی و، په رسمي ډول رد کړی دی.

 

د اژانس د مطابق، ایران په خپل ځواب کې ویلي چې یوازې یو لنډمهاله اوربند ورته د منلو وړ نه دی، بلکې دوي په سیمه کې د جګړې دايمي پای او د ټولو اقتصادي بندیزونو د لېرې کېدو غوښتونکي دي.

 

د ایران دا ځواب چې له ۱۰ مادو څخه جوړ دی، په کې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د خوندي تګ راتګ لپاره د نوي نړیوال پروتوکول جوړول او د جګړې له امله د اوښتلو زیانونو د جبران لپاره د بیارغونې پروګرام پېلول شامل دي۔

 

پاکستان په دې حساس وخت کې د یو مهم منځګړي په توګه کار کوي او هڅه کوي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو اترو لاره پرانیستې وساتي ترڅو د یوې پراخې سیمه ییزې جګړې مخه ونیول شي.

 

بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران دا وړاندیز نيمګړی بللی او تهران ته یې د سه شنبې شپې پورې وروستی مهلت ورکړی چې د هرمز تنګي لاره پرانیزي. ټرمپ خبرداری ورکړی چې که تر ټاکلي وخت پورې هوکړه ونه شي، نو پر ایران به لا سخت پوځي بریدونه پیل کړي.

 

په ورته وخت کې، اسراييل په تهران کې د سپاه پاسداران د استخباراتو د مشر د وژلو مسؤلیت منلی، چې دې سره  په سیمه کې امنیتي وضعیت نور هم کړکېچن شوی دی۔ 

 

د ايران لخوا د اوربند وړانديز رد کيدو په ځواب کې پاکستان لا تردي دمه څه نه دي ويلي۔