انقره (شال نیوز) : د پاکستان پخوانۍ خارجه سیکرټره امنه بلوچ په ترکیه کې د دغه هېواد د لومړنۍ ښځینه سفیرې په توګه خپله دنده پیل کړې ده.

 

امنه بلوچ د نومبر په دویمه په انقره کې خپله نوې ډیپلوماټیکه دنده پیل کړه. هغه له ۳۰ کلونو زیاته تجربه لري او تر دې وړاندې یې په مالیزیا او بلجیم کې هم د پاکستان استازیتوب کړی دی.

 

که څه هم امنه بلوچ په ترکیه کې د پاکستان لومړنۍ ښځینه سفیره ده، خو پاکستان له تېرو اوو لسیزو راهیسې ښځې په بېلابېلو هېوادونو کې د سفیرانو په توګه ټاکي.

 

د پاکستان لومړنۍ ښځینه سفیره بېګم رعنا لیاقت علي خان وه، چې په ۱۹۵۰مو کلونو کې په هالنډ کې د خپل هېواد سفیره ټاکل شوې وه.

 

تر هغې وروسته بېګم شایسته اکرام الله په اردن کې، عابده حسین او ملیحه لودهي په امریکا کې او ګڼو نورو ښځینه ډیپلوماټانو په اروپايي، اسیايي او افریقايي هېوادونو کې د پاکستان استازیتوب کړی دی.

 

امنه بلوچ په ۱۹۹۱ کال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت کې کار پیل کړی و. نوموړې له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۳ کال پورې په مالیزیا کې عالي کمېشنره او له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۴ کال پورې په بلجیم کې سفیره وه. هغې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ۳۳مې سیکرټرې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د امنه بلوچ د ډیپلوماټیکو خدماتو ستاینه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې نوموړې به د پاکستان او ترکیې ترمنځ د اړیکو په پراخولو کې مهم رول ولوبوي.

 

پاکستان او ترکیه له وړاندې په دفاعي، اقتصادي او سیاسي برخو کې نږدې اړیکې لري او دواړه هېوادونه د سوداګرۍ او پانګونې د لا پراخولو هڅې کوي.