اسلام اباد (شال نیوز) : پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې مشهور ټک ټاکر انصر محمود، چې په «مسټر پتلو» پېژندل کېږي، په اسلاماباد کې نیول شوی دی. د راپورونو له مخې، نوموړی د اسلاماباد په ګلبرګ سیمه کې د پولیسو په یوه کارروایي کې نیول شوی، خو پولیسو لا د هغه نیول کېدل په رسمي توګه نه دي تایید کړي.
د مسټر پتلو پر ضد د پنجاب په سیالکوټ کې د هغه د نکریزو په مراسمو کې د دوو کسانو د مړینې او ۱۸ نورو د ژوبلېدو په تړاو مقدمه درج شوې ده. د پولیسو په وینا، په دغو مراسمو کې د یوه موټر، ۵۰ موټرسایکلونو او نورو انعامونو د ورکولو اعلان شوی و، چې له امله یې ګڼ خلک راټول شوي وو.
د خلکو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله دوه کسان مړه او ۱۸ نور ژوبل شوي وو. پولیس وايي، د پېښې په تړاو یې مخکې شپږ کسان نیولي دي. مسټر پتلو تر دې وړاندې په یوه ویډیويي بیان کې د پېښې مسوولیت رد کړی و. هغه ویلي وو چې د پېښې پر مهال د مراسمو په ځای کې موجود نه و.
تر اوسه د هغه د نیول کېدو په اړه د اسلاماباد د پولیسو رسمي دریځ نه دی خپور شوی.


شال نیوز