مسکو (شال نیوز) : په روسیه کې د طالبانو سفیر ادعا کړې چې یو شمېر هېوادونه د دوی د حکومت رسمیت پېژندلو ته نږدې شوي دي.

 

ګل حسن حسن نن په غزني ولایت کې د یوه جومات او ښوونیز مرکز د پرانيستې مراسمو کې وویل: “له روسیې وروسته ځینې نور هېوادونه هم د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته نږدې شوي دي.” خو هغه د دغو هېوادونو نومونه نه دي یاد کړي.

 

حسن دغه راز ویلي، امارت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او روسیه یې د دغو اړیکو ښه بېلګه وبلله. روسیه یو له هغو هېوادونو څخه ده چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول په رسمیت پیژندلی دی، او چین هم د دغه اقدام هرکلی کړی دی.

 

خو ملګرو ملتونو او ډېری لوېدیځو هېوادونو تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او دوی یې د بالفعل چارواکو په توګه یادوي.

 

نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د طالبانو رسمیت پېژندنه د ټولګډونه حکومت جوړولو، د ښځو او نجونو د حقونو په ګموله د بشري حقونو په مراعاتولو او د ترهګرۍ پر ضد په مبارزې پورې تړلې ده.