نصیر اباد (شال نیوز) : د بلوچستان صوبې په کوټه ډویژن کې د تخنیکي ستونزو او د رېل پټلۍ د اړینو ترمیمي کارونو له کبله د یو شمېر رېل ګاډو تګ راتګ د یوې ورځې لپاره ځنډول شوی دی.
د رېلوی چارواکو په وینا، نن د اکتوبر پر ۲۹مه د کوټې ـ سبۍ او کوټې ـ چمن پر رېل پټلیو د ټولو رېل ګاډو تګ راتګ بند وي. چارواکي وايي، د دې ترڅنګ د سریاب، کچلاغ او جناح پیپلز ټرېن خدمتونه هم د یوې ورځې لپاره ځنډول شوي دي.
د رېلوی چارواکو په وینا، له پېښوره کوټې ته تلونکی جعفر اېکسپرېس هم د لارې د بدلون له کبله یوازې تر جېکب اباد پورې تګ راتګ کوي. د رېل ګاډو د تګ راتګ د ځنډېدو له کبله تمه ده چې مسافر له سفري ستونزو سره مخ شي.
چارواکو ویلي، هغه مسافر چې د جعفر اېکسپرېس د لارې د بدلون او د رېل ګاډو د خدمتونو د ځنډېدو له کبله اغېزمن شوي، د ټکټونو بشپړې پیسې به بېرته ورکړل شي.
رېلوی چارواکو له مسافرو غوښتي چې تر سفر مخکې د رېل ګاډو د مهالوېش او خدمتونو په اړه معلومات ترلاسه کړي، څو له احتمالي ستونزو سره مخ نه شي.


نعيم اچکزئي