نصیرآباد (شال نیوز) : د بلوچستان په نصیرآباد ضلع کې د کوټې نه پېښور ته پر روان جعفر ایکسپریس مسافر وړونکي رېل ګاډي راکټي برید شوی، خو چارواکي وايي چې په پېښه کې ټولو مسافرو ته زیان نه دی رسېدلی.
د رېلوې چارواکو په وینا، برید د نصیرآباد په نوټال سیمه کې شوی دی. د سیمې ډي اېس پي غلام سرور مېنګل ویلي چې په برید کې ټول مسافر خوندي پاتې شوي دي. د رېلوې چارواکي وايي چې له پېښې وروسته جعفر ایکسپریس ته د جېکب آباد پر لور د سفر د دوام اجازه ورکړل شوې ده.
ډي اېس پي غلام سرور مېنګل ویلي چې پولیسو او امنیتي ځواکونو له برید وروسته سیمه محاصره کړې او پلټنې یې پیل کړې دي. تر اوسه د برید ذمه واري چا نه ده منلې او د بریدګرو د پېژندګلوۍ په اړه هم معلومات نه دي ورکړل شوي.


نعيم اچکزئي