ګوادر (شال نیوز) : د بلوچستان د ګوادر په ساحلي اوبو کي له ۵۰۰ زیات ډولفین لیدل شوي دي. د سمندري ژوند متخصصانو ویلي چې دغه ډولفین د ماهیانو د ښکار یوې کښتۍ ته نږدې لیدل شوي دي.
د پاکستان د سمندري ژوند د حفاظت د نړیوال صندوق، ډبلیو ډبلیو اېف، تخنیکي سلاکار محمد معظم خان ویلي چې په یوه ځای د دومره ډېرو ډولفینونو لیدل د سیمې د سمندري ژوند لپاره د پام وړ خبره ده.
د راپور له مخې، دغه ډولفین د امیر داد خان په نوم د یوې کښتۍ چلوونکي لیدلي دي. متخصصانو ویلي چې دا د هند او بحرالکاهل د سیمې د ډولفینونو یو ډول دی چې په علمي نوم«ټورسیوپس اډنسس» پېژندل کېږي.
د هغوی په وینا، د بلوچستان په ساحلي اوبو کي د ډولفینونو، نهنګانو او ورته سمندري ژوو شاوخوا ۲۶ ډولونه ثبت شوي دي. د سمندري ژوند د حفاظت ادارو له ماهیګیرو او حکومتي چارواکو غوښتي چې د دغو ژوو د حفاظت لپاره اقدامات زیات کړي.
متخصصان وايي چې د ډولفینونو موجودیت د سمندري چاپېریال د وضعیت په معلومولو کي مرسته کولی شي.


نعيم اچکزئي